جلالاباد (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له لوري د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د کوکنارو د کر مخنيوي کمپاين پيل شوی چې تر اوسه يې په ۹ ولسواليو کې پر ۶۰۰ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.
چارواکي وايي، کروندګرو ته يې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې کوکنار ونه کري او اوس هم ترې غواړي چې د کوکنارو پرځای حلال فصلونه وکري.
کروندګر بيا غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د اوبهخور، اصلاح شوو تخمونو، سرو او حاصلاتو ته د بازارموندنې برخو کې مرسته وکړي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت په مختلفو ولسواليو کې يې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل کړی دی.
هغه زياته کړه: «د دغه کمپاين پرمهال په سپين غر، اچين، پچيراګام، غنيخېلو، دوربابا، بټيکوټ، چپرهار، حصارک او لعلپورې ولسواليو کې پر ۶۰۰ جريبه ځمکه باندې د کوکنارو کرل شوي فصلونه اړول شوي دي.»
نوموړی وايي، کمپاين به نورو ولسواليو ته هم وغځول شي او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې کوکنار وکري.
د قوماندانۍ وياند وايي، د کوکنارو کښت، کاروبار او قاچاق د اسلامي امارت مشر د فرمان له مخې منع شوی او کروندګر بايد د دغه حکم تطبیق ته غاړه کېږدي.
دی وايي: «د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسبوبين د ننګرهار شريف ولس ته خبر ورکوي، دغه کوم د کوکنارو ناوړه بوټی چې تاسو کرلی دی، په ډېر درناوي غوښته کوو چې له ياد فصل څخه لاس په سر شئ، داسې کښت وکړئ چې په هغه کې د افغانانو، ځوانانو او ستاسو ګټه وي.»
بلخوا کروندګر وايي، له اړې ورځې يې پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي دي.
د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د زنداني درې يو کروندګر ملاجان - چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې په کرونده کې کرل شوي کوکنار اړول شوي- وايي، حکومت دې له کروندګرو سره مرستې وکړي چې په راتلونکي کې کوکنار ونه کري.
هغه وايي: «ځمکې مو اوبه نه لري، سرې ګرانې دي، تخمونه ګران دي، کله چې حاصل ورسېږي بيا په بازار کې نرخونه ټيټ وي، خپلې پيسې نه پوره کوي، کوکنار خو په دې ښه و چې همدلته په پټي کې يې قاچاقبر درنه اخلي.»
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ يو کروندګر بيا وايي، حکومت دې له دوی سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي، څو کروندګر د کوکنارو پرځای نور فصلونه وکري.
د کهيي سيمې کروندګر سيد قيوم وويل: «که موږ ته د اوبهخور سيسټم جوړ شي، تخمونه او سرې راکړي، کله چې حاصل رسېږي بازار ورته پيدا شي، نو کروندګر خو ليوني نه دي چې کوکنار وکري.»
د ننګرهار ولايت د کرنې رياست چارواکي وایي، هڅه کوي چې دغه ولايت کې کروندګرو ته د کوکنارو پرځای د بديل فصلونو د کښت زمينه برابره کړي.
د کرنې ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، په روان کال کې د دغه ولايت مختلفو ولسواليو کې سلګونو کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرلي او ترڅنګ يې ورته سره او نور اړين مواد هم ورکړي دي.
د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، دغهراز په مختلفو ولسواليو کې کروندګرو ته د بڼوالۍ زمينه هم برابره شوې او لا هم دغه برخه کې کار روان دی چې کروندګر د کوکنارو پرځای د نورو فصلونو کرلو ته مخه کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










