د استخباراتو ریاست وايي، د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو پر مهال د داعش ډلې له يوه پټنځایه بېلابېل ډول وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي، په مرکز جلالاباد ښار کې يې يو ماشوم د يوه بل ماشوم د قتل په تور نيولی دی.
د ننګرهار سپينغر ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې په ۶ اعشاريه ۳ ميليونه افغانيو لګښت، د ۸۰ متره په اوږدوالي يو فرعي سړک او استنادي ديوال جوړ شول.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۱۲ ميليون افغانيو په لګښت دوه کانالونه جوړ شول.
جلالاباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۴۵ ميليون افغانيو په لګښت د ٢،٨ کيلومټره په اوږدوالي د يوه
لومړى تعقيب-جلالاباد (پژواک، ١٥ لېندۍ ١۴٠١): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار د صرافۍ په مارکېټ کې دننه چاودنه شوې چې له امله يې نهه کسان
جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار د مرافعه محکمې رياست وايي، د دغه ولایت په ګوشته ولسوالۍ کې د لومړنۍ محکمې له لوري
جلالاباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): يو شمېر سرچينې وايي، د ننګرهار د کرونا درملنې پنځوس بستريز ولايتي روغتون د مالي امکاناتو نشتوالي له امله د
جلالاباد (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، په جلالاباد ښار کې د ١١٠ بورۍ قيمتي ډبرو او شپږ کيلوګرام هيرويينو د قاچاق
د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې يو باروړونکی ټېلر موټر له خپل مسیره وتلی او ترڅنګ یې پلې لار کې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت امنیه قومانداني وايي، په تېره يوه مياشت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۸۰ کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار کانال اداره وايي، اټکل کېږي چې سږ کال د بټيکوټ د مالټو له باغونو څخه ۲۱۰۰ ټنه مالټې راټولې او له پاکستانه د مالټو رالېږدولو مخه تر ډېره ونيول شي.