ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ګوشته کې دوه سړي او يوه ښځه په دُرو وهل شوي

د ننګرهار په ګوشته کې دوه سړي او يوه ښځه په دُرو وهل شوي

author avatar
6 Dec 2022 - 14:35
د ننګرهار په ګوشته کې دوه سړي او يوه ښځه په دُرو وهل شوي
author avatar
6 Dec 2022 - 14:35

جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار د مرافعه محکمې رياست وايي، د دغه ولایت په ګوشته ولسوالۍ کې د لومړنۍ محکمې له لوري يوه ښځه او دوه سړي د نامشروع اړيکو درلودو په جرم په درو وهل شوي دي.

د ننګرهار مرافعه محکمې رياست د نشراتو له مديريته د لېندۍ په ۱۵مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګوشتې ولسوالۍ د ابتدائيه شرعي محکمې له خوا د يوې مېرمنې په ګډون درې کسان په درو وهل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په ۱۴۴۴/۵/۱۰ هــ ق تاریخ د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ په انګړ کې درې تنه هر يو چمن ولد محمد، دلاور ولد محمدګل او بي‌بي امنه بنت عبدالکریم د غيرمشروع روابطو درلودو په موضوع کې له ۱۲ تر ۲۰ درو پورې ووهل شول.»

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د قضائيه پلاوي له خوا دلاور په ۲۰، چمن په ۱۹ او بي‌بي امنه په ۱۲ درو په عام محضر کې د محکومو کسانو د قناعت په موجوديت کې ووهل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.