منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۹ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جلال‌اباد ښار کې د یوه فرعي سړک جوړولو چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۱ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ۴۵ ميليون افغانيو په لګښت د ٢،٨ کيلومټره په اوږدوالي د يوه فرعي سړک جوړولو کار پيل شو.

چارواکي وايي، د دغه سړک - چې نږدې درې کيلومټره اوږدوالی لري - لګښت د ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه ورکول کېږي.

د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند د موی مبارک د نهر غاړې حلقوي سړک جوړولو کار نن (د لېندۍ ۱۵مه) د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شو.

د جلال‌اباد ښاروالۍ د سکټوري او تخنيکي چارو سرپرست انجينر عبيدالله شېرزاد د دغې غونډې پرمهال وويل، پر دغه فرعي حلقوي سړک چې د شپږو مياشتو په موده کې جوړېږي، ۴۵ اعشاريه ۷ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

دی وايي، دغه سړک ۲ اعشاريه ۸ کيلومټره اوږدوالی او لس متره سور لري چې جلال‌اباد ښار ته د سره‌رود، خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو د خلکو تګ راتګ په برخه کې به د ګڼې‌ګوڼې د کمېدو سبب شي.

هغه وایي، پر دې سربېره د سړک د جوړېدو په چارو کې ۳۵۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

نوموړي له خلکو وغوښتل که د ښاروالۍ د صفايي او نور ټکسونه پر خپل وخت ورکړي، نو ښاروالي به د بودجې په زياتوالي سره دا ډول پروژې ډېرې کړي.

ځایي خلک هم خوښ دي چې په سيمه کې يې د داسې مهمې پروژې کارونه پيل شول.

د یادې سيمې د ځوانانو ټولنې يوه مسوول عبدالکريم ناصري له ښاروالۍ څخه د مننې ترڅنګ ټينګار وکړ چې د پروژې روڼتیا او د کارونو کيفيت ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ د اوومې ناحیې امر بريالي چلند خلکو ته ډاډ ورکړ چې له يادو رغنيزو چارو به پر وخت څارنه کوي، څو کارونه يې په ښه کيفيت او رڼه بڼه تر سره شي.

د جلال‌اباد ښار شپږمه، اوومه، اتمه او نهمه ناحيې چې تازه رامنځته شوې دي چارواکي وايي، ډېر کار ورته نه دی شوی او هڅه کېږي چې په دغو ناحيو کې رغنيزې پروژې ډېرې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه