ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کرونا روغتون د مالي امکاناتو نشتوالي له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی

د ننګرهار کرونا روغتون د مالي امکاناتو نشتوالي له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی

author avatar
6 Dec 2022 - 14:29
د ننګرهار کرونا روغتون د مالي امکاناتو نشتوالي له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی
author avatar
6 Dec 2022 - 14:29

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): يو شمېر سرچينې وايي، د ننګرهار د کرونا درملنې پنځوس بستريز ولايتي روغتون د مالي امکاناتو نشتوالي له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

د مسوولينو په وينا، د ياد روغتون د تمويل او تجهيز قرارداد له هېلت‌نېټ ادارې سره پرون د ډسمبر په پنځمه پای ته ورسېد او اوس هېڅ مالي ملاتړ نه لري.

د ننګرهار ولايت د کرونا ناروغانو د تجريد او درملنې ۵۰ بستريز روغتون سرطبيب ډاکټر کيهان نور او رييس عبدالوکيل زيار چې له ډېرو معلوماتو ورکړې يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته یې تاييد کړه چې د دغه روغتون د تجهيز او تمويل قرارداد – چې له هېلت‌نېټ ادارې سره و – پرون د ډسمبر مياشتې په پنځمه نېټه پای ته ورسېد.

دوی وويل، د روغتون ټول پرسونل پرون پرېکړه وکړه چې د روغتيا رياست تر تصمیم نیونې چې ايا روغتون تړل کېږي يا ورته مالي ملاتړ پيدا کوي، په رضاکاره توګه به کار کوي.

بلخوا، د ننګرهار عامې روغتيا رياست وياند نقيب‌الله رحيمي له پژواک سره په خبرو کې تاييد کړه چې روغتون له مالي ستونزو سره مخ دی.

هغه وويل، د روغتيا رياست رهبرۍ د روغتيا په برخه کې له يو شمېر ملاتړو بنسټونو سره خبرې روانې کړې چې د دغه روغتون مالي ملاتړ وکړي او ستونزه حل شي.

دی وايي، که روغتون ته مالي ملاتړ پيدا نه شو، له شته امکاناتو څخه په ګټې اخېستنې به د کرونا درملنې څانګه د جلال‌اباد حوزوي روغتون اړوند انتاني ناروغيو په برخه کې فعاله شي.

که څه هم پژواک له هڅو سره سره بيا هم ونه توانېده چې په یاد ولايت کې د کرونا ناروغانو د تازه شمېرو په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو يوې سرچينې له جزئياتو پرته تاييد کړه چې په دې وروستيو کې د کرونا پېښې يو ځل بيا ډېرې شوې دي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د کرونا د درملنې دغه مهم روغتون بايد تړل کېدو ته پرې نه ښودل شي.

د جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د کمپونو سيمې يوه اوسېدونکي عبدالناصر پژواک ته وويل، د ننګرهار روغتيا رياست بايد د دغه روغتون د کارونو دوام لپاره مالي ملاتړ پيدا کړي.

د کرونا درملنې دغه پنځوس بستريز روغتون په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې – هغه مهال چې کرونا ناروغي په ننګرهار کې ډېره خپره شوه- جوړ شو او تر اوسه د روغتيا نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د هېلت‌نېټ ادارې له خوا تمويل او تجهيز کېده چې پرون يې قرارداد پای ته ورسېد.

Visits: 246

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.