په ننګرهار کې له لسو زرو افغان سيکانو کورنيو څخه پاتې يوازينی سيک وايي، د هېواد مينې اړ کړی چې همدلته پاتې شي او د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.
د جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي نيوکه کوي چې د ښاروالۍ له لوري د سړکونو داغګيرۍ کارونه په ځنډ روان دي چې له امله يې د خلکو ورځني کارونه له ستونزو سره مخ دي.
د جلالاباد ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو سيمو کې د غږيزې ککړتيا مخنيوي په موخه له کراچۍ لرونکو د لوډسپېکرونو ټولولو کمپاين پيل کړى دى.
د ننګرهار د کرنې او د کليو پراختيا رياستونو له لوري د شاوخوا لس ميليون افغانيو په لګښت د يوې رغنيزې پروژې کار پيل او د بلې چارې بشپړې شوې.
جلالاباد (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت د سرهرود ولسوالۍ د يو کليوالي روغتيايي مرکز لپاره
د ننګرهار ولايت د کانال رياست چارواکي وايي، سږ کال د طبعي افتونو، وچکالۍ او ځینو نورو ستونزو له امله د زیتونو باغونو په حاصلاتو کې په لویه کچه کموالی راغلی دی.
د استخباراتو لوی رياست وايي، ځواکونو یې په ننګرهار ولایت کې د انسانتښتوونکو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده.
د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي، یوه کس چې د طالبانو په نوم یې له خلکو پيسې او موټرونه اخیستل، نیول شوی دی.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس وايي، تېر یو کال په دغه ولايت د څښاک پاکو اوبو، استنادي ديوالونو، کانالونو پاکولو، کليوالي سړکونو او د لارو کوڅو جوړولو ۱۸۱ پروژې بشپړې شوې دي.
د ننګرهار کانال ادارې له لوري په لومړي ځل د اوبهخور څاڅکو سيسټم جوړ شو چې ۱٨ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او ۳۲۶ جريبه ځمکه خړوبوي.
جلالاباد (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): ننګرهار کې د رسنيو مسوولين او خبريالان وايي، لا هم د اقتصادي او اطلاعاتو ته نه لاسرسي ستونزې يې د
ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې له لوري د نږدې ۱۰ ميليون افغانيو په لګښت د اوبو دوه کانالونه جوړ شول.