ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يوازېنی پاتې افغان سيک: له هېواد سره مينه اجازه نه راکوي بهر ته لاړ شم

ننګرهار کې يوازېنی پاتې افغان سيک: له هېواد سره مينه اجازه نه راکوي بهر ته لاړ شم

author avatar
15 Nov 2022 - 11:48
ننګرهار کې يوازېنی پاتې افغان سيک: له هېواد سره مينه اجازه نه راکوي بهر ته لاړ شم
author avatar
15 Nov 2022 - 11:48

 جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۱): په ننګرهار کې له لسو زرو افغان سيکانو کورنيو څخه پاتې يوازينی سيک وايي، د هېواد مينې اړ کړی چې همدلته پاتې شي او د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.

ګلچرن سنګ – چې شپېته کاله عمر لري او د ننګرهار د شيرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دی- له لسيزو راهیسې په جلال‌اباد ښار کې د یوناني درملو او عطاري دوکان لري.

دی وايي، حکيمي ورته له کورنۍ ور پاتې کسب دی او په ډېر وياړ يې له څو لسيزو د خپلو خلکو خدمت کړی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب‌الله د حکومت تر ړنګېدو وروسته له افغانستانه د سيکانو د وتلو بهير پيل شوی و چې له ۱۰زره کورنيو څخه تر څه مودې وړاندې يوازې ۴۵ کورنۍ په ننګرهار کې پاتې شوې وې.

دی وايي، په افغانستان کې تر وروستي سياسي تحول وروسته هم د سيکانو د کډوالۍ لړۍ پيل شوې وه، خو په کابل کې د سيکانو پر درمسال (عبادت‌ځای) د داعش ډلې تر بريد وروسته له ننګرهار، غزني او کندهار څخه ګڼې سيک کورنۍ ووتلې.

هغه وايي، اوس له پنځه څلوېښتو کورنيو څخه په ننګرهار کې يوازې همدا پاتې دی او نورو ټولو سيکانو خپلې کورنۍ له افغانستان څخه ايستې او کاروبارونه يې دلته خپلو شاګردانو ته پرېیښي دي.

نوموړي زياته کړه: «د افغانستان اول تحول چې راغی خلک (سيکان) لاړل خارج ته، اوس يې همالته اولادونو تعليمونه کړي، خپلې ځمکې او جايدادونه يې يا دلته خرڅ کړي او يا ترې هم خلکو قبضه کړي دي.»

هغه وايي، اوسني حکومت ورته هېڅ کومه ستونزه نه ده جوړه کړې او خپله د ننګرهار والي او ځيني نور امنيتي مسوولين ورته په وار وار راغلي او د هر راز همکارۍ او امنيت ډاډ يې ورکړی دی.

دی زياتوي: «خپله والي صیب راغلی و، د خاد رييس (استخباراتو رييس) راغلی و، ماته يې وويل چې هر چا درته مشکل جوړولو خپل نمبرونه يې راکړي، ويل يې راسره تماس کوه.»

د ګلچرن سنګ اولادونه لکه د نورو افغان سيکانو په څېر په هند کې دي، هلته يې زده‌کړې کړې  دي او یو زوی يې همالته يو کوچنی روغتون لري چې د هغه ترڅنګ په کې څلور نور ډاکټران هم دنده لري.

هغه زياته کړه: «اندرپال سنګ مې غټ زوی دی، دويم زوى مې سنديپ سنګ دی چې ډاکټر هم دی، درېيم له کمپيوټر ساينس فارغ شوی او څلورم هم اوس له دولسم فارغ شوی دی.»

په ننګرهار کې پاتې دغه يوازينی افغان سيک وايي، که څه هم په هند کې ورته د ژوند کولو زمينه برابره ده او اولادونه يې هم همالته ژوند کوي، خو وايي چې زړه يې له افغانستان سره تړلی او هلته ژوند کول ورته خوند نه ورکوي.

دی وايي: «زموږ خو هند کې ګوزاره نه کېږي، موږ افغانان يو، د افغانستان اب و هوا سره اموخته يو، هلته چې ځو مريضيږو، نو دې لپاره همدلته اوسېږم، زړه مې دلته خوشاله دی، که نه هلته مې کاروبار ډېر ښه دی، خو د هغه ځای اب و هوا راباندې ښه نه لګي، ځکه په خپل وطن کې پاتې يم.»

د ګلچرن سنګ په وينا، که څه هم په دې وروستيو کې د نورو چارو ترڅنګ د دوی کارونه هم يو څه ټکني شوي خو لا هم په ننګرهار کې ډېر داسې خلک شته چې د يوناني طبابت له لارې د ځان درملنه کوي او د دوی کاروبار ورسره روان دی.

هغه هيله‌مند دی چې يوه ورځ په هېواد کې حالات ښه شي او د نورو افغانانو ترڅنګ مسافر شوي افغان سيکان هم بېرته افغانستان ته راساتنه شي.

Visits: 394

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.