منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۲ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې رسنۍ او خبريالان د اقتصادي او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزو هواري غوښتنه کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۶۹ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۱): ننګرهار کې د رسنيو مسوولين او خبريالان وايي، لا هم د اقتصادي او اطلاعاتو ته نه لاسرسي ستونزې يې د کارونو پر وړاندې خنډ دي چې بايد حکومت او د رسنيو ملاتړ بنسټونه يې د حل لپاره اقدام وکړي.

د معلوماتو له مخې، په تېر شاوخوا يو کال کې په ننګرهار کې د اقتصادي ستونزو له امله شپږو راډيوګانو خپل نشرات بند کړي او له لسو ډېرې فعالې رسنۍ هم خپلو همکارانو ته تر ډېره د معاشونو ورکړې توان نه لري.

د جمهوريت له سقوط مخکې په ننګرهار کې ۲۳ راډيوګانو او ټلوېزيونونو نشرات کول خو اوس له دې ډلې ۱۲ رسنۍ نشرات لري او نورې يې څه له سقوط مخکې او څه هم وروسته د اقتصادي او نورو ستونزو له امله تړل شوې دي.

ننګرهار کې د غږيزو رسنيو اتحاديې مسوول شفيق الله رحماني پژواک اژانس ته وويل، په تېر يوه کال کې ۶ اېف اېم راډيوګانو د اقتصادي ستونزو له امله خپل نشرات بند کړي دي.

دی وايي، فعالې رسنۍ چې شمېر يې ۱۲ راډيوګانو او يو ټلوېزيون ته رسېږي، خپلو همکارانو ته د معاشونو د ورکړې توان نه لري، ځينو يې د کار کوونکو شمېر ډېر کم کړی چې له امله يې ننګرهار کې ګڼ شمېر ژورنالېستان وزګاره شوي دي.

په ننګرهار کې د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې بله ستونزه اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ده.

ننګرهار کې د خپلواکو خبريالانو اتحاديې مشر ايمل ظاهر پژواک ته وويل، اطلاعاتو ته لاسرسی که څه هم له پخوا ښه شوی او هغه ستونزې چې په دې برخه کې د تحول له راتلو وروسته په لومړنيو مياشتو کې وې، اوس تر يوه حده حل شوې، خو لا هم خبريالان پر وخت اطلاعات نه شي ترلاسه کولای.

دی وايي: «زموږ غوښتنه د اسلامي امارت له چارواکو، په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسوولينو دا ده چې دې برخې ته خپل پام لا پسې ډېر کړي او هغه ستونزې چې اوس ورسره خبريالان مخ دي، د دوی په هڅو حل شي.»

په ننګرهار کې د کليد په نوم يوې راډيو مسوول مدير فقيرمحمد فقيرزي هم پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ترڅنګ خبريالان هم پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.

دی زياتوي: «خبریالان په ډېرې سختۍ اطلاعات ترلاسه کوي، ان کله ناکله ډېری مسایل ترې د اطلاعاتو د کمښت او د مسوولینو د نه تایید له امله پاتې کېږي. خبریالان دې حالت حیران کړي چې څه وکړي.»

د پوهنتون استاد او خبريال هارون هلال د خبريالانو او اوسنيو چارواکو ترمنځ د اړيکو کموالي، پر رسنيو د اوسنيو چارواکو کم باور او ورته د شک په سترګه کتل ګڼي.

دی غوښتنه کوي: «د اسلامي امارت حکومت دې ویاندویانو ته روزنیز پروګرامونه برابر کړي څو دوی خبریالانو ته کره او پر وخت اطلاعات ورکړي. د ادارو مشران باید پر دې پوه شي چې پر وخت خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکړه د سالمې حکومتولۍ او مدیریت ښکارندويي کوي.»

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس هم د خبريالانو د اقتصادي او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزې مني.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي نورمحمد حنيف پژواک اژانس ته وويل، له سوداګرو سره يې په همدې تړاو غونډې کړې چې رسنيو ته اعلانونه ورکړي څو دوی خپلې اقتصادي ستونزې پرې حل کړي.

دغه راز دی وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزې د حل لپاره يې هڅې ګړندۍ کړي، بېلابېل واټسپ ګروپونه يې جوړ کړي چې له خبريالانو سره پر وخت اطلاعات شريک کړي او تر ډېره د خبريالانو او چارواکو ترمنځ همغږي کېږي چې مستقيماً له چارواکو سره مرکې وکړي او خپل اطلاعات ترې ترلاسه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور