په ننګرهار ولایت کې يوه خصوصي شرکت ۳۰۰۰ ښځو ته د غالۍ اوبدلو حرفوي زدهکړې زمينه برابره کړې چې موخه يې په دې برخه کې د کورنيو توليداتو زياتوالی او د ښځو پر ځان بسيا کول دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروګرام له لارې ۵۱ ټولګټې پروژې بشپړې شوې.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام/ UNDP په ۸،۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، يوه ښځه يې نيولې چې د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې يې خپل خاوند وژلی دی.
د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري يو قومي مشر وژل شوی دی.
د ننګرهار ولايت د کانال رياست مسوولين وايي، تر څلورو لسيزو وروسته يو ځل بيا د مالدارۍ دوه مهم عصري او مجهز فارمونه بېرته فعالوي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، تېره مياشت يې په جلالاباد ښار او ولسواليو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰۲ کسان نيولي چې ښځې هم پکې شاملې دي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په تېر يو کال کې د افغانستان توليد ۶ زره او ۴۵۳ ټنه ګول سيخ پاکستان ته صادر شوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو او بټيکوټ ولسواليو کې د دوو کليو خلکو لپاره فرعي روغتيايي مرکزونه جوړ شول.
د ننګرهار ولايت د ښاري محکمې له لوري د يوې مېرمنې په ګډون درې کسان د نامشروع اړيکو درلودلو په جرم په ٣٩-٣٩ دُرو وهل شوي دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې يوه کس خپله ښځه وژلې ده او امنیه قوماندي وايي چې دغه کس د تېښتې په حالت کې نیول شوی دی.
د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې دوو انجينرانو د دې ولسوالۍ د خلکو په مالي او بشري همکارۍ د اوبو ۱۰ کوچني بندونه جوړ کړي دي.