ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان سږ کال شپږنيم زره ټنه ګول سيخ پاکستان ته صادر کړى

افغانستان سږ کال شپږنيم زره ټنه ګول سيخ پاکستان ته صادر کړى

author avatar
3 Aug 2022 - 16:23
افغانستان سږ کال شپږنيم زره ټنه ګول سيخ پاکستان ته صادر کړى
author avatar
3 Aug 2022 - 16:23

جلال اباد (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په تېر يو کال کې د افغانستان توليد ۶ زره او ۴۵۳ ټنه ګول سيخ پاکستان ته صادر شوی دی.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو مسوول شاکرالله ساپي د زمري په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې روان کال د تورخم له لارې پاکستان ته د افغانستان توليد ۶ زره او ۴۵۳ ټنه ګول سيخ صادر شوی دی.

هغه زياته کړه، په تېر کې صادرات ډېر کم وو، خو واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم پاکستان ته د ګول سيخ د صادراتو په کچه کې شاوخوا ۹۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

دی وايي، په هېواد کې د رغنيزو چارو بندېدل او د ګول سيخ د توليداتو زياتوالی د دې لامل شوي چې د افغانستان توليد ګول سيخ پاکستان ته صادر شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د ګول سيخ د توليد او وسپنې ويلې کولو ۱۳ فابريکې شته چې سلګونه کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

په ننګرهار کې د وسپنې ويلې کولو يوې فابريکې مسوول جاوېد شګيوال پژواک ته وويل چې سږ کال يوازې د دوی فابريکې تر ۸۰۰ ټنه ګول سيخ پاکستان ته صادر کړی دی.

هغه زياته کړه چې د ګول سيخ سربېره د دوی په فابريکه کې په اعلی کوالټي ترېشر ماشينونه هم جوړېږي چې د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې ښه بازار لري.

دی وايي، که د برېښنا او خامو موادو په برخه کې شته نيمګړتياوې حل شي نو توليدات به يې لا ډېر شي او نورو کسانو ته به هم د کارموندنې زمينه برابره کړي.

په ياده فابريکه کې په کار بوخت کسان خوښ دي چې په کور دننه ورته د کار زمينه برابره شوې ده.

د دوی له ډلې محمد حسين چې د ګول سيخ د توليد په برخه کې يې تر لسو کلونو زيات کار کړی وايي، کار يې پاکستان کې زده کړی، لومړی يې هلته کار کاوه خو کله چې دا فابريکه جوړه شوې، خپل وطن ته راغلی دی.

د نوموړي په خبره، افغان کاريګر په بېلابېلو برخو کې وړتياوې لري، سوداګر که د فابريکو پر جوړولو پانګونه وکړي نو ډېر افغان کاريګر به هېواد ته راشي او دلته به د خپل وطن د توليداتو په ډېرېدو او ابادۍ کې برخه واخلي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د وسپنې ويلې کولو او ګول سيخ جوړولو فابریکو کې سلګونه کسان پر کار بوخت دي او یادې فابریکې هره ورځ د ۳۵۰ ټنه ګول سيخ جوړولو وړتيا لري.

Visits: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.