په ننګرهار کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، وروستيو اورښتونو او سېلابونو د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ زيانمنې کړې او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه یې هم ويجاړه کړې ده.
د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو د کیفیت له ټیټوالي شکایت کوي او وایي، دغې چارې يې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
د ننګرهار چارواکي په دغه ولايت کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله د ۱۰۲۵ کورونو او ۶ پلونو له ویجاړېدو خبر ورکوي او وايي، په یوه تازه ګام کې د اضطرار کمېټه جوړه شوې څو له زیانمنو سره د نورو برخو ترڅنګ د کورونو په جوړولو کې مرستې وکړي.
د ننګرهار ولايت د بټيکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جلالاباد – تورخم پر لويه لار د دوو بار وړونکو او يو مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله ۲ کسان مړه او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري په جلالاباد ښار کې د ۵۳۰زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.
د ننګرهار په صنعتي پارک کې د یوه ملي سوداګر له خوا د نږدې يو نيم ميليون ډالرو په پانګهونې د اوسپنې ويلې کولو يوې فابريکې فعاليت پيل کړ.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې ۴۰ زره کسانو ته د کار په بدل کې ۱۲۵۰ ټنه غنم ووېشل شول.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ترافيکې ګڼېګوڼې کمولو په موخه د ۱۷ کیلومتره په اوږدوالي نوی ۴۰ متره سړک جوړېږي.
په ننګرهار کې د چرګانو فارم لرونکي وايي، د چرګانو د دانې بيې لوړېدو او له پاکستانه په ډېر شمېر د چرګانو واردېدو یې کاروبار له ستونزو سره مخ کړی دی.
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، سږ کال د دغې ادارې اړوند د زيتونو له فارمونو څخه ۱۲۲زره ليټره تېل پروسس شوي چې لږ تر لږه ۶۱ ميليونه افغانۍ عوايد به ترې ترلاسه شي.
په ننګرهار کې د ځغاستې يا اتلاتيک فدراسيون له لوري د لومړي ځل لپاره د ۱۶۰ ماشومانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
د ننګرها په مرکز جلالاباد ښار او څلورو ولسواليو کې سېلابونو د څلورو ماشومانو په ګدون اته کسان مړه او اووه نور يې ټپيان کړي دي.