ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کانال له زيتونو سږ کال ۱۲۲زره ليتره تېل پروسس شوي

د ننګرهار کانال له زيتونو سږ کال ۱۲۲زره ليتره تېل پروسس شوي

author avatar
18 Aug 2022 - 16:14
د ننګرهار کانال له زيتونو سږ کال ۱۲۲زره ليتره تېل پروسس شوي
author avatar
18 Aug 2022 - 16:14

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، سږ کال د دغې ادارې اړوند د زيتونو له فارمونو څخه ۱۲۲زره ليټره تېل پروسس شوي چې لږ تر لږه ۶۱ ميليونه افغانۍ عوايد به ترې ترلاسه شي.

د زيتونو پروسس فابريکه کې سږ کال ۹۰۰ ټنه زيتون پروسس شوي چې لس ټنه يې اچار او له پاتې نورو يې تېل توليد شوي دي.

د ننګرهار کانال په لومړنيو وختونو کې ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه کې د زيتونو باغونه درلود؛ خو د وروستيو جګړو او ستونزو له امله اوس ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه کې دغه باغونه پاتې شوي دي.

د ننګرهار ولايت د وادي کرنيز شرکت (کانال) ادارې وياند سيد همايون غريبمل نن (د زمري ۲۷مه) پژواک اژانس ته وويل، سږ کال په زيتونو فابریکه کې ۹۰۰ ټنه زيتون پروسس شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د سږني ۹۰۰ ټنه زيتونو له ډلې ۱۰ ټنه يې اچار او له پاتې نورو يې تېل توليد شوي چې شاوخوا ۱۲۲زره ليټره تېل ترې په لاس راغلي دي.

هغه زياته کړه، له سږنيو توليد شويو تېلو به د کانال رياست ته لږ تر لږه ۶۱ ميليونه افغانۍ عاید په لاس ورشي چې ټولې به د دولت خزانې ته وسپارل شي.

د کانال رياست وياند وايي، د ننګرهار زيتونو تېل په کور دننه پراخ بازار لري خو دوی هڅه کوي چې نړۍوال مارکېټ ته يې هم د لارموندنې زمينه برابره کړي.

د ننګرهار کانال رياست د مسوولينو په وينا، اوس هم د ايټاليا هېواد په بازارونو کې د ننګرهار زيتونو تېل او اچار ځانګړی شهرت لري خو هڅه کېږي چې نورو هېوادونو ته يې هم واستوي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي که څه هم د زيتونو د تېلو له کيفيته خوښ دي، خو وايي، نرخونه يې بايد د داخلي بازارونو لپاره ارزانه شي.

د جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي نقيب‌الله پژواک ته وويل، يو بوتل د ننګرهار زيتونو تېل چې د يوه ليټر څلورمه برخه ده، په ۲۲۰ افغانۍ خرڅېږي چې د نورو هېوادونو د تېلو په پرتله يې نرخ لوړ دی.

د جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د پښتونستان څلور لاري ته څېرمه د ننګرهار کانال د زيتونو د خرڅلاو رسمي نماينده‌ګۍ يوه مسوول پژواک ته وويل، دوی ته د کانال رياست له لوري يو بوتل په ۲۰۰ افغانۍ ورکول کېږي او دوی د دوکان لګښت ته په کتلو يو بوتل په ۲۲۰ افغانۍ پلوري.

د ننګرهار د کانال رياست وياند سيدهمايون غريبمل هم وايي چې نرخ د زيتونو د باغونو او فابريکې د لګښت مطابق ټاکل شوی خو زیاتوي چې کيفيت ته يې ډېره پاملرنه شوې ده.

د ننګرهار د زيتونو د تولید او پروسس فابريکه په ۱۳۶۲ لمریز کال کې د پخواني شوروي اتحاد له لوري جوړه شوې ده.

دغې فابريکې د پيل پر مهال ۱۰۵۰ کارکوونکي درلودل، خو اوس دغه کچه يوازې ۶۰ کسانو ته راټيټه شوې ده.

په ننګرهار کې د زيتونو باغونه په ۱۳۴۴ لمريز کال د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په حکومت کې جوړ شوي چې د حاصلاتو لپاره يې د پروسس فابريکه هم جوړه شوه.

Visits: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.