Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار اتمه ناحیه کې د تندر لوېدو له امله دوه کسان ټپيان شوي دي.
په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق له لوري د مور او ماشوم د ژوند ژغورلو په موخه له یو شمېر روغتیايي مرکزونو سره د مجهزو او اړینو طبي وسایلو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې رياست وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې له لوري په دغه ولایت کې ۲۱زره او ۱۰۰ ګروندګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره ووېشل شول.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې یو شمېر اهنګران وايي چې د دوی تولید ته ورته وارداتي توکو یې کاروبار نږدې له سقوط سره مخ کړی دی.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې امنیتي منسوبینو د ځنګلي ونو د خپلسرې وهنې په تړاو پنځه کسان نيولي دي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د سپین جومات جوړولو چارې دې بشپړې شي خو بل لور ته حکومتي مسوولین بیا وايي چې د دغه جومات جوړولو قضیه محاکمو ته تللې ده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، په سپينغر او روداتو ولسواليو یې کې د ماشومانو د ساتنې ادارې په مالي مرسته دوه روغتيايي مرکزونه جوړ کړي او نن یې ګټې اخیستنې ته سپارلي چې ۱۱۲ زره امریکايي ډالر لګښت ورباندې شوی.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليون افغانيو په لګښت د يوه فرعي سړک او ويالو جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار برېښنا رياست مسوولین وايي، پر پوروړو پېرودونکو د برېښنا پرې کولو دوه ورځني کمپاين کې توانېدلي چې ۱۷ ميليونه افغانۍ پورونه راټول کړي.
د ننګرهار د امنيه قومانداني مسوولین وايي، د جلالاباد ښار له واټونو څخه يې لسګونه روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره يې پلازمېنې کابل ته ولېږدول.
د ننګرهار د برېښنا رياست له لوري په دغه ولایت کې د پوروړو پېرودونکو د برېښنا پرېکولو لړۍ پيل شوه او په لومړۍ ورځ یې د سلګونو مېترونو برېښنا پرې کړې ده.
د ننګرهار ولايت د کار او ټولنیزو چارو رياست له لوري ۷۲۰ ځوانانو ته د خياطۍ او چرګانو روزنې وسايل ورکړل شول او دغه راز په يادو برخو کې زدهکړې هم ورکول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP