د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، د سږ کال له پيله تر اوسه په دغه ولايت څه باندې ٩٣ زره ټنه تازه سبزي توليد شوې چې د تېر کال په پرتله لوړوالى ښيي.
امنیتي مسوولین وايي، په بلخ ولایت کې نامعلومو وسلهوالو یو د ګذر وکيل وژلی او په ننګرهار کې یو کس د خپلې مېرمنې او ورور له خوا وژل شوی دی.
د ننګرهار ولايت د استخباراتو رياست وايي، هغه شپږ وسلهوال غله نيول شوي چې د امنيتي ځواکونو له نوم څخه په ګټې اخیستنې به يې په جلالاباد ښار او ولسواليو کې له خلکو پیسې او توکي اخيستل.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، د يخ د تولید فابريکو له لوري په خپلسرې توګه د يخ نرخ لوړ شوی چې ښاروالي یې بايد کنټرول کړي.
د يوناما مرستيال ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال يو ځل بيا د نجونو له شپږم پورته ټولګیو په پرانیستلو ټينګار کړی دی.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې خلکو د ښار په مختلفو سيمو کې د قربانيو د څارویو پاتې شوني غورځولي او له امله یې دا مهال د ښار په واټونو کې بد بوى پیدا شوی دی.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، د اختر په درېيو ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله ۴۱ ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په نهمه ناحيه کې د يوه خيريه بنسټ له لوري د شاوخوا يو نيم ميليون افغانيو په لګښت ۶۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه شوه.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، د لاسي پلورونکو له لوري د توکو د پلور لپاره کوچني لوډسپيکرونه لګول شوي چې له امله یي ښار او ښاريان له غږيزې ککړتيا سره مخ دي.
د ننګرهار ولايت د تورخم ښارګوټي امنيتي مسوولينو له لوري پاکستان ته د نږدې ۵۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونيول شوه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال به په دغه ولايت کې د وچکالۍ له امله د شولو په کښت کې ۳۰ سلنه کموالی راشي.
په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، تورخم دروازې ته څېرمه د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته تر يو ټېلر موټر لاندې وژل شوی سپين ږيری افغان نه، بلکې د يو پاکستاني خبريال پلار دی.