د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په يوه مدرسه د لاسي بم برید شوی چې له امله یې ۸ زده کوونکي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت د کانونو او پټروليم رياست له لوري د کانونو په صادراتو کې د فساد د مخنيوي په موخه، په تورخم ښارګوټي کې کمپيوټري تله جوړه شوه.
ننګرهار کې خلک شکايت کوي چې د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د څارويو بیې لوړې شوې او غواړي چې اړوند ادارې دې يې نرخونه کنټرول کړي.
د کرنې وزارت له لوري له څلورو نورو وزارتونو سره په ګډه د ځنګلونو د خپلسرې وهنې مخنيوي لپاره په یوولس مادو کې نوې طرحه جوړه کړې ده.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د سيمهييزو راډيوګانو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۱۲ اووريزې سيالۍ پيل شوې چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
د ننګرهار روغتيايي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې تېر کال څه باندې ۳۶ زره کسان د ملاريا پر ناروغۍ اخته شوي خو څوک يې مړه کړي نه دي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې یوه کس خپله مېرمن وژلې چې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دی.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یې په تېره يوه میاشت کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۲۸ کسان نيولي دي.
د ننګرهار د کانال رييس وايي، د وړم مالي کال په پرتله د دغه رياست په عوايدو کې ۲۰ سلنه زياتوالی راغلی چې یو لامل يې له خصوصي سکټور سره يو ځاى کار کول دي.
د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ په بازار کې د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو امنيتي کسانو په ګډون ۲۸ نور ټپيان شوي دي.