ژبه

ایران په ننګرهار کې یو ځانګړی مجهز روغتون جوړوي

[restrict paid="true"]

جلال‌اباد (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وایي، د ایران قونسلګرۍ مسوولينو ډاډ ورکړی چې په دغه ولايت کې به يو معياري روغتون جوړوي.

د روغتيا رياست له لوري د چنګاښ په ۶مه، پژواک اژانس ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په جلال‌اباد کې د ايران قونسل مجيد صادقي او مرستيال يې يحيی کاظمي دا څرګندونې پرون د ننګرهار د عامې روغتيا له رييس ډاکټر امير‌محمد افتاب سره په ليدنه کې کړې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه ليدنه کې د ايران قونسل مجيد صادقي ويلي، هېواد يې پلان لري چې په ننګرهار کې يو مجهز او ځانګړی روغتون جوړ کړي.

نوموړي همداراز ژمنه کړې چې د عامې روغتیا ریاست د غوښتنې پر بنسټ به د ځینو درملو مرسته هم وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر امير‌محمد افتاب د ایران د دغه ګام هرکلی وکړ او په خپله برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي چې د روغتون لپاره ځای لري، خو غوښتنه یې کړې چې یاد روغتون به د یوې داسې ناروغۍ لپاره ځانګړی وي چې هېوادوال یې د درملنې لپاره د ګاونډیو هېوادونو تګ ته اړ نه شي.

هغه ويلي، اوسمهال په ننګرهار کې د سرطان او زړه ناروغان له ستونزو سره مخ دي چې ځانګړی روغتون ورته نشته او بايد دغو برخو ته پاملرنه وشي.

تر دې وړاندې په ننګرهار کې د پاکستان له لوري هم د نشتر په نوم د پښتورګو د درملنې ځانګړی روغتون جوړ شوی چې ورسره بهرنیو هېوادونو ته د ناروغانو تګ ډېر لږ شوی دی.

[/restrict]