جلالاباد (پژواک، ١٦ چنګاښ ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، د لاسي پلورونکو له لوري د توکو د پلور لپاره کوچني لوډسپيکرونه لګول شوي چې له امله یي ښار او ښاريان له غږيزې ککړتيا سره مخ دي.
دوی وايي، د ښار په هر واټ او لاره کې چې کراچۍ ولاړې وي، لوډسپيکرونه يې تېز چالان کړي وي او د خپلو توکو د خرڅلاو لپاره خلک خبروي چې په ډېرو ځايونو کې خلک د همدې غږيزې ککړتيا له امله ان خپلمنځي خبرې هم نه اوري.
ښاريان له جلالاباد ښاروالۍ غواړي چې له لاسي پلورونکو څخه دې لوډسپيکرونه ټول او د غږيزې ککړتيا مخه دې ونيسي.
د جلالاباد ښاروالۍ مسوولين هم وايي چې هره ورځ د همدې چارې د کنټرول لپاره يې څارونکي کسان په ښار کې ګرځي او له سرغړوونکو څخه لوډسپيکرونه راټولوي.
د جلالاباد ښار يوه اوسېدونکی نورعالم په داسې حال کې چې په تالاشۍ څلور لارې کې يې د کور لپاره سودا اخېسته، پژواک اژانس ته وويل چې د لاسي پلورونکو لوډسپيکرونو خلکو ته سختې ستونزې جوړې کړې دي.
هغه زياته کړه: «که يو ځای کې سل کراچۍ ولاړې وي، سل واړو لوډسپيکرونه يې لګولي دي، په لس روپۍ او په شل روپۍ، څوک چې سودا اخلي او اړتيا يې وي خپله کراچۍ ته ورځي خو دوی ناقانوني کوي.»
دغهراز، د ښار يو بل اوسېدونکی نويدالحق له جلالاباد ښاروالۍ غوښتنه کوي چې بايد د لاسي پلورونکو د دغې ګډوډۍ او ناقانونۍ مخه ونيسي او ښار له غږيزې ککړتيا خلاص کړي.
دی زياتوي چې د ښاروالۍ مسوولين کله کله په ښار کې کمپاين وکړي، لوډسپيکرونه ټول کړي خو ډېر ژر بېرته پيدا کېږي.
خو د جلالاباد ښاروالۍ مسوولين وايي، تازه يې يو ځل بيا د غږيزې ککړتيا د مخنيوي کمپاين پيل کړی دى.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختيجان مراد پژواک ته وويل، د جلالاباد ښاروال په ځانګړې سپارښتنه د مارکېټونو تنظیم امریت له لوري د ښار په بېلابېلو برخو کې د غږیزې ککړتیا او شور مخنيوي کمپاین پیل شوى دى.
هغه زياته کړه: «په دغه کمپاين کې تر اوسه ډېر شمېر لوډسپیکرونه او نور شور تولید کوونکي وسایل راټول شوي دي، یاد کمپاین به په دوامداره توګه د ښار په ټولو برخو کې جریان ولري.»
نوموړي له لاسي پلورونکو وغوښتل چې خلکو ته مزاحمت جوړ نه کړي او لوډسپيکرونه دې ونه کاروي.
د يادونې ده، د ننګرهار ترڅنګ په پلازمېنې کابل او نورو ولايتونو کې هم لاس پلورونکو غږيزه ککړتيا پيدا کړې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP