د ننګرهار ولایت د پوهنې رياست چارواکي وايي، د جرمني له لوري د جلال اباد ښار په تجربوي لېسه کې پر عصري وسايلو سمباله کمپيوټر خونه جوړه شوه.
په تورخم کې افغان چارواکي وايي، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی، هغه افغانان چې د اسنادو نه درلودو له امله په دغه هېواد کې بند پاتې دي، ټولو ته به د نن ورځې په اوږدو کې د تذکرو له مخې له پولې د رااوښتو اجازه ورکړل شي.
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په پوهنتون روغتون کې يوې مور له وخته وړاندې پنځه ماشومان زېږولي؛ خو ډاکټران وايي چې د مور او ماشومانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د يوه امنيتي چک پاينټ پر مهال د عادل په نوم يو ماشوم د ريکشا سپرو وسله والو له لوري پر ډزو کې وژل شوى دى.
جلال اباد (پژواک، ۳ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولایت په اچين او نازيانو ولسواليو کې د تېرو جګړو له امله له سیمې بې ځايه شوې
د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د امنيتي سرتېرو پر يوه رينجر موټر چاودنې له امله څلور سرتېري وژل شوي او يو بل ټپى دى.
په ننګرهار کې د پوهنې رياست تر چتر لاندې د جرمني هېواد په مالي ملاتړ د جلال اباد ښار د نجونو ښوونځیو زده کوونکو ته د خياطۍ زده کړې روزنيز پروګرام پيل شو.
د ننګرهار ولايت د کانال رياست مسوولین وايي، د يادې ادارې تر چتر لاندې په جوړو شويو شنو خونو کې بادرنګ حاصل ته رسېدلي او هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ منه (۲۸۰۰ کیلو ګرامه) بادرنګ بازار ته وړاندې کوي.
په ننګرهار ولایت کې د روغتيا رياست تر چتر لاندې د پښتورګو ملي روغتون مسوولين وايي، په دغه روغتون کې شته امکاناتو او د ډاکټرانو هلو ځلو ګاونډيو هېوادونو ته د ۸۰ سلنه ناروغانو د تګ مخه نيولې ده.
د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ اړوند په مارکو بازار سيمه کې سلګونو کسانو پر خوست او کونړ ولايتونو د پاکستان د هوايي بريدونو په غبرګون کې لاريون وکړ.
د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د ۶۰۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونيول شوه او په تړاو يې يو تن هم نيول شوی دی.
د ننګرهار د استخباراتو رياست وايي، د دغه ولایت د کډوالو چارو رياست د دوو کارکوونکو په ګډون يې شپږ تنه د جعلکارۍ او غلا په تور نيولي دي.