د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې کېدو دوی له ستونزو سره مخ کړي او پر حل کېدو یې ټینګار کوي.
د ننګرهار د استخباراتو رياست وايي، د دغه ولايت د قومي مشرانو په منځګړتوب ۶۳ داعش وسله وال دوى ته تسليم شوي دي.
د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د شينوارو اصلاحي ټولنې له خوا د دغې ولسوالۍ ګورګورۍ سيمې ته د ورتلونکو سيلانيانو لپاره وړيا سماوار پرانیستل شو.
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د مملې په تاريخي بڼ کې پرون د کوچني اختر په مناسبت د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، ټاکل شوې سږکال د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې له کرل شويو ګلابو څخه ۲۵۰ ټنه حاصلات راټول شي چې د تېر کال په پرتله ٣٠ سلنه زياتوالى ښيي.
د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې دوه د تره زامن په کونړ سیند کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو د پخواني نظام يو سرتېرى وژلى دى.
جلال اباد (پژواک، ۹ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولایت په سپین غر کرکټ لوبغالي کې د لسو ځايي لوبډلو ترمنځ د «سولې رمضان جام» پیل
. . .
د ننګرهار ولایت د درېيمې پلې لواء په انګړ کې د استقلال په نوم يوې نوې راډيو خپرونې پېل کړې.