جلال اباد (پژواک، ۹ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولایت په سپین غر کرکټ لوبغالي کې د لسو ځايي لوبډلو ترمنځ د «سولې رمضان جام» پیل شوې سيالۍ د «مجاهد شینواري» لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.
دغه لوبې د روژې په شپږمه د افغانستان کرکټ بورډ او ولایتي کرکټ ادارې په ګډه پیل کړې وې. د دغو سیالیو په بهیر کې – چې ۲۳ ورځې یې دوام وکړ- هره شپه د ماخوستن له لمانځه او تراويح وروسته د دوو لوبډلو ترمنځ ترسره کېدې.
تېره شپه د «مجاهد شينواري» او «وحيد کرکټ» لوبډلو ترمنځ پايلوبه ترسره شوه.
وحید کرکټ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه او دویمه نیمایی پاڼۍ کې مجاهد شینواري لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې هدف ته ځان ورساوه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
د لوبو تنظيموونکی همايون عمر وايي، له يادو سياليو يې موخه د ځوانو لوبغاړو رابرسېره کول او خلکو ته د تفريح زمينه برابرول وو.
دی وايي، دا په ننګرهار کې لومړۍ شپنۍ کورنۍ سيالۍ وې چې هره شپه د تلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېدې.
د يادولو وړ ده چې د يادو سياليو نندارې ته هره ورځ سلګونه ننګرهاريان له لرې لرې سيمو څخه راتلل او مالي ملاتړ یې د ډیوه ګروپ لخوا شوی و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










