په اروزګان کې یوه موټر یو ماشوم وهلی او مړ کړی دی؛ بل خوا په ننګرهار کې بیا د دوو موټرو د ټکر له امله ۴ کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې په يوه موټر کې د ګازډبې چاودنې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي، سږکال به د دغې ادارې اړوند د مالدارۍ فارم د غواګانو له محصولاتو څخه ۱۰ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي.
د ننګرهار د کرکټ بورډ ادارې له لوري د دغه ولايت د پوهنتونونو د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ يو ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې سږ کال به د دغه ولايت د شفتالوو له باغونو ٩٧٠٠ مټريک ټنه حاصلات راټول شي.
د ننګرهار د استخباراتو رياست وايي، د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې یې ٣٥٠ بورۍ امونيم نايټريټ کشف او ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې يوه ۱۲ کلنه ماشومه څاه ته لوېدلې او مړه شوې ده.
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې يوه کس خپله مېرمن او څلور ماشومان په چاړه وهلي او سخت يې ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د برېښنا رياست وايي، د دغه ولايت د درونټې برېښناکوټ درېيم توربين چې له تېرو ۴۲ ورځو راهیسې يې د اساسي ترميم کارونو دوام درلود، جوړ او نن ګټې اخیستني ته وسپارل شو.
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي نښتې له امله درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د کشفي راپورونو پر بنسټ او چاڼيزو عملياتو کې د درنو او سپکو وسلو سلګونه مرمۍ، چاودېدونکي توکي او نور نظامي تجهيزات ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او صنعت رياست وايي چې د چين هېواد يو شمېر سوداګرو د دغه ولايت د قيمتي ډبرو په برخه کې د پانګونې ډاډ ورکړی دی.