جلال اباد (پژواک، ۲۱ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې يوه کس خپله مېرمن او څلور ماشومان په چاړه وهلي او سخت يې ټپيان کړي دي.
که څه هم د سيمې خلک وايي چې ياد کس دغه کار د اقتصادي ستونزو له امله کړی خو ځايي امنيتي مسوولين وايي چې دغه کس تاريخ تېر درمل خوړلي وو، بد اغېز يې پرې کړی و او بيا دغه کار ترې شوی دی.
د چپرهار ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نسيم خان پژواک اژانس ته وويل چې پرون ماښام د دې ولسوالۍ د للمې سيمې يوه اوسېدونکي د اقتصادي ستونزو له امله پر خپلې مېرمنې او ماشومانو د چړې ګوزارونه کړي دي.
دی زياتوي چې په پېښه کې د سړي مېرمن او څلور اولادونه سخت ټپيان شوي دي.
خو د چپرهار امنيه قوماندان بدرالدين چپرهاري پژواک ته وويل چې پېښه په اقتصادي ستونزو پورې تړاو نه لري.
هغه زياته کړه چې د حزب الله په نوم دغه کس يې نيولی او هغه په لومړنيو پلټنو کې ويلي چې د تاريخ تېر درملو خوړل يې عصبي سيسټم خراب کړی او دغه جرم ترې شوی دی.
نوموړی زياتوي چې له يوه ماشوم پرته د نورو ټولو ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
Visits: 236
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن