د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د يوه چيک پاينټ امنیتي کسانو د واده پر موټرو ډزې کړې چې له امله يې ناوې او يو بل کس ټپيان شوي دي.
ننګرهار کي د انساني قاچاق په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور اووه کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري هغه ځوان نيول شوی چې د ښځينه وو په نوم فېسبوک اډيانو له لارې يې له خلکو پيسې ترلاسه کولې.
د ننګرهار او بلخ ولایتونو امنیتي سرچينې، د لسګونه میله وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو او په تړاو یې د ۹ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام/ UNDP مسوولين وايي، د ختيځ زون لپاره يې ۹ ميليونه ډالر ځانګړي کړي چې د زدهکړو، روغتيا او خلکو ته د وړو کاروبارونو په برابرولو به يې ولګوي.
د ننګرهار د روغتيا له رياست سره په دغه ولايت کې د روغتيايي خدماتو د ښه کېدو په موخه د ۱۰۸ قلمه طبي او نورو وسايلو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت په څلورو ولسواليو کې ۲۶۰۰ کسانو ته د غنمو په بدل کې د کار زمينه برابره شوه.
د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ځايي خلکو له لوري په شخصي لګښت، د يوه مهم پل د بيارغونې کار پيل شو.
په ننګرهار کې د صنعت او معدنونو خونه وايي، له هغه راهېسې چې په سالنګ کې د وارداتي برېښنا پايې پر بمونو الوځول شوې دي او برېښنا پرې شوې، په دغه ولایت کې د ۸۰ فابریکو فعالیت درېدلی دی.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري له ۳۲۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د تورخم کميسارۍ چارواکي وايي، په دغه ښارګوټي کې يې د مسافرو لپاره يو منظم تمځای جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارلی دی.