د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د يونيسف ادارې په مالي مرسته د دغه ولايت په ١٥ ولسواليو کې له دوولسم ټولګي فارغو نجونو ته د نيمه لوړو زدهکړو زمينه برابروي.
د افغان ماشومانو لپاره د جرمني د مرستو موسسې ننګرهار ولايت کې له ۲۵۰ ښوونکو سره د يو ميليون افغانيو په ارزښت خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د ګڼېګوڼي مخنيوي په موخه د ټولګټو چارو رياست له لوري د شپږنيم ميليون افغانيو په لګښت نوی سړک جوړ شو.
د بغلان په دوشي او د ننګرهار په هسکه مېنه ولسواليو کې د ترافیکي پېښو له امله یوه ماشومه مړه شوې او نهه نور کسان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وایي، په دغه ولايت کې يې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ۱۰۰ کسيزه امنيتي قطعه جوړه کړې ده.
په ننګرهار ولایت کې، د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري له ٥٥٠ وچکالۍ ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د وچکالۍ او ځينو طبيعي افتونو له امله د غنمو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.
په ننګرهار کې د کرکټ بورډ ادارې له لوري، د ختیځ زون معلولینو لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوي په موخه، د معلولینو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولايت کې يې د سويابينو د کښت او کرکيلې د ترويج لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.
د ننګرهار د پنځو ولسواليو د ځېنو سیمو اوسېدونکي وايي، په سيمو کې يې مخابراتي شبکې کار نه کوي چې له امله يې دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار د ټولګټو چارو رياست وايي، د دغه ولايت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند د يوې لرې پرتې سيمې د سړک جوړولو چارې يې پيل کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې معينيت، په ننګرهار کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د ټولولو او درملنې کمپاين پيل کړ.