ژبه

د ننګرهار د هسکې مېنې خلک په شخصي لګښت یو پل رغوي

جلال اباد (پژواک، ۳۱ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ځايي خلکو له لوري په شخصي لګښت، د يوه مهم پل د بيارغونې کار پيل شو.

د شابيو په نوم دغه پل چې د له منځه تلو خطر سره مخ دى، پرون يې د بيارغولو چارې د شينوارو اصلاحي ټولنې له‌خوا پيل شوې.

د شینوارو اصلاحي ټولنې غړي عادل خان شینواري پژواک اژانس ته وويل، دغه پل چې د نړيدو له خطر سره مخ و، دوی يې د رغولو لپاره د مرستو راټولولو کمپاين ترسره کړ.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد پل د رغولو لګښت يوه ځايي با احساسه مشر حاجي همايون شينواري پر غاړه واخیست.

عادل وايي، که څه هم د دغه پل د بیارغولو لګښت مشخص شوی نه دی خو ياد کس ژمنه کړې چې ټول لګښت به يې ورکوي.

دغه راز، يوه بل ځايي اوسېدونکي احمد‌الله پژواک ته وويل چې د شابيو پل باندې هره ورځ سلګونه زده‌کوونکي ښوونځي ته تګ راتګ کوي؛ سربېره پر دې سیلانیان هم له همدې لارې شابيو سيمې ته ځي، نو ځکه ډېر مهم پل دی.

همدارنګه د هسکې مېنې ولسوال عمر کوچي د پل د بیارغولو دا کار وستایه او په پل کې د کارکوونکو د امنيت ډاډ يې ورکړ.

هغه پر ولس او مرستندويه ادارو غږ وکړ چې د دغې لرې پرتې او جګړه ځپلې ولسوالۍ په بيارغونه او ورته کارونو ترسره کولو کې همکاري وکړي.