Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
خوست (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، د قطر له هوکړې وروسته امريکا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې هڅه کوله،
خوست ولایت کې يو شمېر ځوانانو د لاريون پرمهال د بشر حقونو له نړيوالې ادارې غوښتنه وکړه چې د نړيوالو زبر ځواک هېوادونو لخوا په افغانستان کې ترسره شوي جنګي جرمونه وڅيړي او مجرمين دې د محکمې مېز ته راکش کړي.
ځايي اوسېدونکي او حکومتي مسوولين وايي، په خوست کې د يوې ناڅرګندې ساري ناروغۍ له امله سلګونه څاروي تلف شوي او لا هم د خپرېدو په حال کې ده.
خوست ښار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزير په خوست کې يوې ولسي غونډې ته په خبرو کې له بهر
د خوست د سپېرې ولسوالۍ د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي له حکومته د پرمختيايي پروژو غوښتنه کوي او وايي، د تېرو شلو کلونو په جريان کې له هر ډول پرمختګه بېبرخې پاتې شوي دي.
د خوست ښاروالۍ مسوولين وايي، د دغه رياست عوايد د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د تېر کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۸۰ سلنه لوړ شوي دي.
د خوست خلک او ناروغ لرونکي وايي چې د دغه ولایت د غلامخان بندر له لارې مخکې د ورځې لسګونه کسان پېښور او د پاکستان ځینو ښارونو ته تلل خو اوس دغه شمېر محدود شوی دی.
د خوست شيخ زايد پوهنتون تدريسي روغتون چې تازه يې فعاليت پيل کړی، د ورځې شاوخوا ۵۰۰ ناروغان د درملنې په موخه ورځي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د خوست د قلندر ولسوالۍ د جلغوزيو او غوزانو په ځنګله کې د لګېدلي اور د پراخېدو مخه، د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د ورغلو رضاکاره ځوانانو او د سيمې اوسېدونکو په ګډ اشر کې نيول شوې ده.
د خوست ځیني اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولايت کې د تاريخي ځایونو او ابداتو ساتنې او مراقبت ته دې ځانګړي کسان وګوماري.
د خوست ملکي روغتون او د ولسواليو د ۴۱ روغتيايي کلينيکونو ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو، په دغه ولايت کې د روغتيا د ودې او مديريت ادارې يا OHPM دفتر دروازه وتړله.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن