ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزیر: «کلتوري محدویتونه» د نجونو ښوونځیو پرانیستو پر وړاندې لوی خنډ دی

د پوهنې وزیر: «کلتوري محدویتونه» د نجونو ښوونځیو پرانیستو پر وړاندې لوی خنډ دی

author avatar
8 Aug 2022 - 15:13
د پوهنې وزیر: «کلتوري محدویتونه» د نجونو ښوونځیو پرانیستو پر وړاندې لوی خنډ دی
author avatar
8 Aug 2022 - 15:13

خوست ښار (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزير نورالله منيب وايي چې په اطرافي سیمو کې د نجونو ښوونځيو د خلاصون پر وړاندې لوی خنډ کلتوري محدوديتونه دي.

نوموړي دا څرګندونې نن (د زمري ۱۷مه) خوست ته د خپل سفر پر مهال د رسنیو استازو ته وکړې.

هغه چې دغه ولایت ته یې د پوهنې وضعیت ښه کولو په تړاو سفر کړی و، رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، سرپرست حکومت د نجونو له تعليم سره مخالفت نه لري او نه يې پر وړاندې شرعي ملاحظه لري خو يوازېنۍ ستونزه چې په دې برخه کې موجوده ده، کلتوري محدوديتونه دي.

هغه زیاته کړه: «په اطرافي سيمو کې خلک د نجونو له تعليم سره نه، بلکې له کور څخه د نجونو له وتلو سره حساسيت لري، په دې برخه کې د افغانانو کلتور ډېر حساس دی.«

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.