خوست ښار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو وزارت او د خوست ځايي مسوولينو له خوا نن د دغه ولايت د شيخ زايد پوهنتون استادانو او اداري کارکونکو لپاره د يوه ښارګوټي د جوړېدو کار پيل شو.

دغه ښارګوټی - چې د خوست شيخ زايد پوهنتون ختیځ لورته په ۲۰۸ جريبه ځمکه کې جوړېږي - ټولټال به د استوګنې ۳۱۹ نومرې ولري چې د دغه پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته پخوا ځانګړې شوې دي.

د لوړو زدهکړو وزارت مرستيال مولوي لطفالله خيرخوا د یاد ښارګوټي د کار د پيلېدو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژه په ۱۳۸۸ لمريز کال کې پيل شوې وه، خو په تېر نظام کې د مافيايي کړيو د لاسوهنې له امله يې عملي کارونه تراوسه ځنډيدلي وو.

هغه وايي: «الحمدلله دغه موضوع چې په دا تېرو درېيو مياشتو کې امارت کې شروع شوه، نن دغه ده پای ته ورسېده او محترم والي او د لوړو زدهکړو ځيني منسوبين ورته راغلي دي او دا پروژه يې پرانيستله او استادان به انشاالله خپل حق ترلاسه کړي.»

بل پلو، د خوست والي مولوي محمدنبي عمري هم پژواک سره خبرو په کې د يادې پروژې پيليدل يو مثبت ګام وباله او زياته یې کړه، په دې سره به استادان وکولی شي چې محصلينو ته د تدريس لپاره پر وخت رسېدنه وکړي.

ده وویل: «اسلامي امارت کوشش کوي چې د استادانو بلکې د محصلينو حتی چې په هره برخه کې مشکلات وي، هغه حل کړي او په دې برخه کې د الله تعالی نه توفیق غواړو.»

په ورته مهال، د شيخ زايد پوهنتون يوه استاد محمدوليد پژواک ته وويل چې د دوی زياتره استادان خپل کورونه نه لري او د خپل معاش له نيمايي ډېره برخه يې د کور پر کرايې مصرفوي.

هغه وويل: «که موږ په خپلو کورونو کې او له خپلو ماشومانو سره وو، انشاءالله د مادياتو ستونزه او کړيدا به هم يو څه حل شي، ځکه موږ به وکولی شو د خپلو کورونو څخه په ټولو حالاتو کې په ښه شان محصلينو ته درسونه ورکړو او همدارنګه د پوهنتون په نورو تحقيقي او اکاډميکو چارو کې په ښه شان سره سهم واخلو.»

د يادونې ده، له دې وړاندې هم د خوست شيخ زايد پوهنتون يو شمېر نورو استادانو او اداري کارکوونکو ته ياد ښارګوټي ته څېرمه د استوګنې نومرې ورکړل شوې دي.