ژبه

سراج‌الدین حقاني: بهر مېشتي افغانان دې بېرته هېواد ته راستانه شي

خوست ښار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزير په خوست کې يوې ولسي غونډې ته په خبرو کې له بهر مېشتو افغانانو غوښتنه کړې چې بېرته دې خپل هېواد ته راستانه شي.

په ياده ولسي غونډه کې - چې نن (د چنګاښ ۲۵مه) د خوست ولايت په صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې جوړه شوې وه - د کورنيو چارو وزارت سرپرست او څو نورو لوړپوړو چارواکو سربېره، د دغه ولايت ځايي چارواکو هم ګډون کړی و.

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني غونډې ته په وينا کې وويل، هغه افغانان چې د تېر دولت د سقوط پرمهال له هېواده وتلي، بېرته دې را ستانه شي او په خپل وطن کې دې خوندي ژوند وکړي.

د ده په وينا، ټول هغه کسان چې په تېر نظام کې يې دندې ترسره کړې، که د هېواد دننه او يا بهر دي د عمومي بښنې په فرمان کې شامل دي، سر او مال به يې خوندي وي او هيڅوک نه شي کولی زيان ورته ورسوي.

دی زياتوي: «که څوک خارج ته تللي وي، تاسو د قوم مشران، مطرح خلک، استادان او وکیلان یاست؛ په دې برخه کې کوشش وکړئ، اطمئنان ورکړئ چې راشي، خپل هېواد یې دی. دغه خلک خامخا راوغواړئ.»

سرپرست وزير دغه‌راز يادې ولسي غونډې ته په خبرو کې له نړۍوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالتونو وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي، ځکه د ده په وینا، دغه پيسې د چا شخصي نه بلکې د افغانستان د ټول ملت حق دی.

هغه همدا ډول غوښتنه وکړه چې د افغانستان په بيارغونه کې دې هم نړۍواله ټولنه د مخکې په څېر خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

په دغه ولسي غونډه کې يو شمېر قومي مشرانو هم پر بهر مېشتو افغانانو غږ وکړ چې را دې شي او په خپل هېواد کې دې ژوند وکړي.

د حاکم په نوم يوه قومي مشر وويل، هغه افغانان چې د تېر دولت د سقوط پرمهال له هېواده وتلي، بېرته دې راشي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.

نوموړي همداراز له نړۍوالې ټولنې هم وغوښتل چې د مخکې په څېر د افغانستان په بیارغونه کې مرستې وکړي.

ده زياته کړه: «مونږ دا غوښتنه له هغو خلکو کوو چې راشي. دا هېواد پر موږ حق لري او له نړۍوالو غواړو چې د پخوا په څېر دې اوس هم له موږ سره مرسته وکړي، ځکه چې موږ همغه افغانان یو.»

د اسدلله په نوم يوه بل قومي مشر هم وویل چې دا مهال افغانستان له بد اقتصادي حالته تېرېږي، نو نړۍوالو ته په کار ده چې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاريو او مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي همدا ډول له بهر مېشتو افغانانو هم غوښتنه وکړه چې خپل هېواد ته را ستانه شي، ځکه د هغه په خبره، خلک د هغوی خدمت ته اړتيا لري.

هغه وايي: «د تېر حکومت چارواکي چې خارج ته تللي دي، رادې شي، خپل وطن ته دې خدمت وکړي، ځکه چې دوی تجربه کاره خلک دي او هغه څوک چې تجربه نه لري د هېواد جوړول ورته سخت دي.»

د حکومت دا لوړپوړی چارواکی او قومي مشران داسې مهال له بهر مېشتو افغانانو د بېرته راستنېدو غوښتنه کوي چې د اړيکو کمېسيون له لارې يو شمېر پخواني چارواکي هېواد ته را ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د یاد کمېسيون مسوولين وايي، کوم کسان چې د دغه کمېسيون له لارې هېواد ته راستنيږي، د خونديتوب کارت ورکول کېږي چې له ستونزو او ګواښونو سره مخ نه شي.