ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ۲ زره کسانو چې د معلولینو په نوم یې حقوق اخیستل، اسناد لغوه شوي

خوست کې د ۲ زره کسانو چې د معلولینو په نوم یې حقوق اخیستل، اسناد لغوه شوي

author avatar
13 Sep 2022 - 15:42
خوست کې د ۲ زره کسانو چې د معلولینو په نوم یې حقوق اخیستل، اسناد لغوه شوي
author avatar
13 Sep 2022 - 15:42

خوست ښار (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د خوست د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسوولين وايي، د هغو دوه زرو کسانو اسناد او دوسيې يې لغوه کړې چې په تېرو څو کلونو کې يې د مستحقو کسانو په نوم حقوق اخيستي دي.

دغه څرګندونې د خوست د شهيدانو او معلولينو رييس مولوي عبدالرحيم احسان پژواک خبري اژنس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، د دغو کسانو اسناد او دوسيې يې د يوې شفافې ارزونې په پايله کې لغوه کړې دي.

هغه وويل چې د دوی د معلوماتو له مخې، ياد دوه زره کسان د تېر نظام پرمهال د اړيکو پاللو او چارواکو ته په بډو ورکولو سره مستحق پېژندل شوي وو، خو د دوی له ارزونې وروسته څرګنده شوه چې معلوليت نه لري.

مولوي عبدالرحيم احسان زياته کړه چې دغو کسانو ته په منځني ډول کال کې ۷۸ ميليونه افغانۍ د دولت له بودجې ورکول کېدې، خو د دوی په راتګ سره ورباندې بند شوي دي.

هغه دغه‌راز وويل چې دا مهال له دوی سره ۴۶۰۹ کسان د شهيدانو وارثين، معيوب او معلول وګړي ثبت او راجستر دي.

دی وايي، د يادو کسانو له ډلې ۲۰۰۰ معيوب او معلول او ۲۶۰۹ يې د شهيدانو وارثين دي.

نوموړی زياتوي چې دغو کسانو ته د تېرو شپږ مياشتو په جريان کې نږدې ۹۲ ميليونه افغانۍ د بانکي حسابونو له لارې لېږل شوې دي.

هغه زياته کړه: «کوم معلولين چې موږ ته راځي هغه په خپلو سترګو ګورو چې څومره معلوليت لري او بدن کې يې څو اعضا معلول دي، د هغې په ارتباط سره بيا موږ هغې ته فورمه جوړوو او اعضا په کې ليکو چې د دومره اعضاوو دا معلول دی.»

مولوي احسان وويل، کلنۍ بودجه چې اړوند وزارت د دوی لپاره په نظر کې نيولې، ۲۹۵ ميليونه افغانۍ ده.

ده همدا ډول وويل، کيدای شي د شهيدانو وارثينو او د معلولينو په شمېر کې زياتوالی راشي، ځکه د ورځې لسګونه کسان ورته مراجعه کوي.

هغه وايي، د امارت ترڅنګ د تېر نظام د ملي اردو او ملي پوليسو هر معلول او د وژل شوي کس وارث هم کولای شي، په ډاډه زړه له دوی څخه د خپل حق غوښتنه وکړي.

هغه په دې اړه زياتوي: «هيڅ توپير نشته، لکه څه رقم چې د امارت د شهیدانو یتیمانو لپاره په في نفر دوه زره افغانۍ دي، دا د اردو او د عسکر د يتيم لپاره هم دي، دوه زره افغانۍ د يتيم پر سر او دوه زره افغانۍ د کونډې پر سر د مياشتې ورکوو.»

نوموړي وويل چې د کارونو د چټکوالي او خلکو ته پر وخت د خدماتو وړاندې کولو په موخه يې د خپلو کارکوونکو شمېر زيات کړی دی.

Views: 621

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.