Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
خوست کې د «اواېفسي» سازمان په چوکاټ کې د ازادې مبارزې (فريفایټ) لوبې ترسره شوې چې د افغانستان، پاکستان، ایران، ازربایجان او عراق هېوادونو ۲۸ لوبغاړو په کې برخه اخیستې وه.
د خوست ښاروال وايي، په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو د يونپس ادارې په مالي ملاتړ د ۳.۳ ميليون ډالرو په ارزښت د بيارغونې د پيل شويو پروژو له ډلې له نيمايي ډېرې يې بشپړې شوې دي.
خوست ښار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲): د خوست ولایت شيخ زايد پوهنتون ته څېرمه له یوه ډله ییز قبر څخه ۱۰۰ جسدونه موندل شوي دي.
د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني وايي افغانستان دې د نړۍ نورو پرمختللو هېوادونو سره نه پرتله کېږي، اوسني حکومت ته دې لږ ورخت ورکړل شي.
د اریانا افغان هوایي شرکت یو ځل بیا له خوست له نړۍوال هوایي ډګر څخه متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیل کړې.
په خوست ولایت کې د ۲۳ ځایي لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې چې ۲۰ ورځې به دوام کوي.
ځایي مسوولین وایي چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه کې یو تن وژل شوی او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
د خوست د ټولګټو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې د ۳۴ ميليون افغانيو په لګښت د پنځو تخريب شوو پلونو د ترميم چارې پيل شوې دي.
ځایي مسوولین وایي چې د خوست ولايت د صنعتي پارک ځمکه له کلونو وروسته له غصب خلاصه او نن پکې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
په خوست کې د «خوش نصيب ځوانانو» تر نوم لاندې د ۳۰ جوړو ډلهييز واده مراسم ترسره شول.
د خوست په عليشېرو تريزيو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۲۶ کلنه شخړه او دښمني په دوستۍ بدله شوه.
سیمهییز مسوولین وایي، په خوست ولایت کې د «د ټولنې پر بنسټ د تغذیې پروګرام» ۶۵۴ کارکوونکو ته اړوند روغتیایي وسایل ورکړل شوي څو خلکو ته د خوارځواکۍ په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP