Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست په نادرشاه‌کوټ کې د ۱۵۰ میلیون افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي

خوست‌ښار (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴): خوست کې ځايي مسوولين وايي، د دغه ولایت په نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵۰ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې د ۷۷ پروژو چارې روانې دي.

د خوست د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس عنایت‌الرحمن جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پروژې د کليو پراختيا او بیارغونې وزارت په چوکات کې د يادې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو پلې کېږي چې شاوخوا ۱۵۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.

هغه زیاته کړه، هڅه يې دا ده څو په لرو پرتو سيمو کې د خلکو اساسي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د پرمختیايي چارو ترڅنګ ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

د نوموړي په خبره: «په دې کې د ولسوالیو په لسګونو او سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده؛ د خوست په نورو سيمو کې هم ګڼې پروژې روانې دي او  ټولې لرو پرتو سيمو کې به په متوازن ډول پروژې ترسره کېږي.»

بلخوا، د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د بیارغونې له روانو کارونو خوښ دي خو له حکومته غوښتنه کوي چې د نورو اساسي اړتیاوو په پوره کېدو کې مرسته ورسره وکړي.

د يادې ولسوالۍ د ځني‌خېلو سيمې يوه اوسېدونکي رحمت‌خان پژواک ته وويل، په سیمه کې یې د سربندونو، ویالو او سړکونو جوړولو ته اړتیا ده او اوسنۍ پروژه یې ټولې ستونزې نه شي حلولی.

هغه وايي: «دا خوړ به چې راغی، ټولې اوبه به سره یوځای شوې، د اوبو ویالې او ځمکې به یې خرابې کړې، موږ کلیوالو به کوشش کاوه خو دومره دفاع به مو نه شوه کولای؛ که دغه ویاله تر خوړه پورې جوړه شي، نو ټول مشکل به مو حل شي.»

د يادې سيمې يو بل اوسېدونکی ګل‌الرحمن که څه هم دغه پروژې د خپلو اړتیاوو پوره کېدو کې مهمې بولي خو زیاتوي چې لا هم  ګڼ خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: «زموږ غوښتنه دا ده چې د دې ویالې پاتې برخه دې ټوله جوړه شي. د اوبو برخه کې ډېر ضرورت دی، برمې نشته، د کلې درېیمه برخه له اوبو بې‌برخې ده او سړکونه هم خراب دي، موټر کلي ته نه شي راتللی، ډېر تکلیف وي.»

د خوست د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال هم د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې شاوخوا سل پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې چې خلکو ته يې ګڼې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.