خوستښار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۴): مسوولین وایي، د خوست ښار د دویمې او درېیمې ناحیو پر واټونو د څراغونو لګولو پروژه د ۱۶ ميليون افغانيو په لګښت بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د معلوماتو له مخې، د خوست ښار د دویمې او درېیمې ناحیو سړکونو روښانه کولو په موخه ټول ۱۳۴ پایې څراغونه لګول شوي چې تېره شپه د ولايتي چارواکو له خوا پرانيستل شول.
د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو څراغونو په لګېدو سره له يوې خوا تياره سړکونه او کوڅې روښانه شوې او له بلې خوا یې ښار ته ښکلا هم ور وبښله.
هغه زیاته کړه، هڅه يې دا ده چې د ښار د ښکلا برخه کې نورې بېلابېلې پروژې هم پلې کړي.
د نوموړي په خبره: «د دغه سيسټم له برکته به ولسونه وکولای شي د شپې له مخې سوداګريز کارونه ترسره کړي؛ پخوا به داسې و چې په ښار کې روښنايي نه وه، ستونزې به وې، الحمدالله دغه مشکل حل شو او پّ اينده کې زموږ نور پلانونه هم شته چې دا پاتې برخو کې دغه سيسټم فعال کړو.»
دغه راز، د خوست مرستيال والي مولوي محبوبشاه قانت د روښنايۍ يادې پروژې د پرانيستې پر مهال پژواک ته وويل، اسلامي امارت ژمن دی چې خپلو خلکو ته په هره برخه کې خدمتونه وړاندې کړي.
دی وايي: «اينده کې انشاالله د افغانستان اسلامي امارت په ځانکړي ډول د خوست ولايتي اداره هوډ لري چې په انکشافي او بيارغونې برخو کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي؛ انشاالله په لنډو وختونو کې به د خوست دا غيور ولس د ډېر څه شاهدان واوسېږي.»
خوست ښاريان او هټۍوال هم د دې پروژې پر بشپړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې د څراغونو په نصبولو سره به نه يوازې سوداګري پراخه شي، بلکې خلک به په اسانۍ تګ راتګ وکړای شي.
يو هټۍوال پيرمحمد په دې اړه پژواک ته وويل: «مخکې خو څراغونه نه و، اوس له ښاروالۍ مننه کوم چې موږ ته يې دلته په روډ باندې څراغونه ولګول. مخکې د شپې له خوا زموږ سودا ډېره کمه وه، اوس دا سړک هم پوخ شوی او څراغونه ولګېدل، انشاالله چې سودا به ورسره ښه شي.»
ښاريان او هټۍوال دغه راز د خوست له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې د ښار پر پاتې سړکونو هم څراغونه ولګوي.
د ښار يوه اوسېدونکي خان پادشاه وويل: «دا لايټونه چې دلته لګېدلي، دا ډېر مهم رول لري؛ ځکه چې دلته د کورونو اوسېدونکي راوځي او دوکانداران هم دي، د هغوی به ښه سودا کېږي، مخکې به د شپې تر اوو بجو دوکاندانونه خلاص وو، اوس هغه دی د شپې لس بجې دي، دوکانونه نه دي بند شوي.»
د معلوماتو له مخې، د خوست ښاروالي سږ کال پلان لري چې په دغه ښار کې ۱۷ بېلابېلې پراختيايي پروژې پلې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP