Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بېوزلۍ تر سیوري لاندې ماشومتوب؛ خوست کې د خښتو بټیو کې کارګر ماشومان او د هغوی نامعلوم راتلونکی

خوست‌ښار (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې له زده‌کړو بې‌برخې لسګونه کارګر ماشومان هره ورځ سهار له لمر ختو مخکې د خښتو بټیو کې کار ته د تلو په تکل سره راټولېږي؛ دا هغه ماشومان دي چې کوچني سپېره لاسونه، ستړې څېرې او په سترګو کې ناهیلي یې د بېوزلۍ او ستړي ژوند کیسې بیانوي.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ په علیدایي سیمه کې د حبیب‌ګل په نوم یو کس له خپلو پنځو زامنو سره یوځای د خښتو یوه بټۍ کې ټوله ورځ سره لمر ته په کار بوخت وي او مازديګر ستړي ستومانه بېرته کور ته ستنېږي.

حبیب‌ګل وايي چې ژوند یې دومره سخت و او دی چې له امله یې نه ده زده‌کړې کړې او نه یې هم اولادونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

هغه د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل: «موږ د دې طاقت نه لرو، چې طاقت مو لرلای، نو پر دوی به مو مکتب لوستی وای او یا به مو اسلامي زده‌‌کړې پرې کړې وای، له دې وجې په موږ هم ژوند تېر شو او پر دوی به هم ژوند همداسې تېر شي.»

دا یوازې حبیب‌ګل نه دی چې د ژوند له سختیو سره مخ دی، بلکې د هغو زرګونو کورنیو د ژوند انځور دی چې د فقر او بېوسۍ له امله یې ماشومانو ماشومتوب نه‌ دی تجربه کړی.

دغه بټۍ د حبیب‌ګل د زامنو ترڅنګ د ګڼ شمېر نورو ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره د ژوندي پاتې کېدو یوازېنۍ هیله ده.

دغه راز يوه کارګر ماشوم شاه‌زمان پژواک ته وويل: «څلور کاله کېږي دلته په دې بټۍ کې اخته یو، بس یوازې کار کوو، درس او تعلیم رانه پاتې دي، واړه په‌کې رالوی شوو، موږ له دولته دا غواړو چې درس ته مو ولېږي او اسانه کار راته پیدا کړي.»

د زاهدالله په نوم یوه بل تنکي ماشوم چې د خښتو قالبونو په ډکولو بوخت و او له ډېرې ګرمۍ پر تندي خولې راماتې وې، په لنډ ډول وویل، ښوونځی ترې پاتې دی او دلته لګيا دی.

هغه زیاته کړه: «زه خښتې جوړوم، مکتب او درس مې نه دي ویلي، بس دغه کسب کې اخته یو.»

بلخوا، ځایي مسوولین وايي چې یوازې په خوست ښار نه، بلکې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې شاوخوا زرګونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

د خوست د والي وياند مستغفر ګربز پژواک ته وويل، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې شاوخوا ۳۵۰۰ ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي او هڅې رواني دي څو دغو ماشومانو ته د زده‌کړو او مسلکي روزنې برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ په خوست کې یو روزنتون لرو چې لسګونه ماشومان په‌کې روزل کېږي او دغه راز د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې د حرفوي زده‌‌کړو مرکز هم شته چې سلګونه کسان ترې فارغ شوي او تر روزنې لاندې دي، څو له لارې یې خپلو کورنیو ته سالمه نفقه پیدا کړي او له درنو کارونو وژغورل شي.»

د یادونې ده، نه یوازې په خوست کې ماشومان د خښتو بټیو کې په درنو کارونو بوخت دي، بلکې دا د افغانستان په کچه یوه ستونزه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.