Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه یې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د نشهیي توکو دوه کارخونې کشف کړې او څلور زره کیلوګرامه ترلاسه شوي نشهیي توکي یې سوځولي دي.
اروزګان کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې سل کسان چې ۸۰ یې ښځې دي د شپږ میاشتني حرفوي زدهکړو له پروګرام څخه فارغ شول.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري یو شمېر ځوانانو ته چې ځايي مسوولین، دیني عالمان او د پوهنتون استادان پهکې شامل وو، د «فکري ویښتیا» په نوم یو ورځنی سیمینار جوړ شوی دی.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي، تېره شپه د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالي کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د یوه پله جوړولو چارې پيل شوې چې ۲۹ میلیون افغانۍ لګښت به پرې راشي.
په اروزګان ولایت کې یوې تازه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په خپلسري توګه د ژورو څاهګانو یا برمو د کېندلو مخه ونیسي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، تېرو څلورو میاشتو کې یې څه کم ۹۰ زره کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او له منځه وړي او دغه راز په دې تړاو ۸۴ کسان هم نیول شوي دي.
د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار کې له څهکم درې کلونو ځنډ وروسته د خیروکاریز سیمې د ماسټر پلان پلې کېدو پاتې چارې بیا پیل شوې دي.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړيتوب د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده.
سېمهییز مسوولین وایي، په اروزګان ولایت کې ۱۸ کسانو د بېلابېلو جرمونو په تور تعزیري سزاورکړل شوه.
د اروزګان د عامې روغتیا رییس وايي چې په دغه ولایت کې د یوه ماشوم له سترګو د ژړا پر مهال د اوښکو پر ځای وینه بهېږي.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د لوی اختر په مناسبت د غېږنیونې پیل شوې سیالۍ د زابل ولایت د پهلوانانو په بریا پای ته ورسېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP