Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د کانټیننټال جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې له ټایلنډ سره مخ کېږي.
کابل کې د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې د افغانستان د تاریخي میراثونو ساتنې لپاره ۳۰۰ زره ډالر ځانګړي کړي او په پام کې لري چې د دغه هېواد په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي هم جوړ کړي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې غځولو، اوسپنې پټلۍ رغونې، برېښنا او نوري فایبر پروژو د چارو د پیل پر وروستیو تیاریو خبرې کړي.
کابل کې د ښځو په ګډون نږدې ۳۰۰ ډاکټرانو خپله د تخصص دوره بشپړه کړه او د فراغت په مناسبت یې جوړه شوې غونډه کې چارواکو وویل چې د هېواد پر روغتیايي سیستم د شته بېباورۍ د له منځه تلو لپاره دې دغه متخصصين خلکو ته په لوړ کیفیت روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د میدانوردګو چارواکي وايي، د دغه ولایت په چک او دایمیرداد ولسواليو کې د ۱۳.۵ میلیونه افغانيو په لګښت، د پاکو اوبو رسولو دوې شبکې او يو چکډیم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ایران صدا او سیما خبري اژانس، د ترسره شوو څېړنو وروستي راپور له مخې اعلان کړی چې د سیمې سخت اقلیمي شرایط او د ورېځې لړې د دغه هېواد د مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې لوېدو لامل شوي دي.
د کرنیزې پرمختیا صندوق مسوولین وايي، وروسته له دې بزګرو او د کرنیزو توکو سوداګرو ته د مضاربت او مشارکت له لارې پورونه ورکول کېږي، څو په هېواد کې کرنیز سیسټم لا ډېره وده وکړي او معیاري شي.
د غزې روغتيايي چارواکي وایي، تېره ورځ په غزه کې د پولیو واکسين کمپاین له پيلېدو مخکې د اسرائيل بریدونو کې لږ تر لږ ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
تېره اونۍ، لوړپوړو افغان چارواکو درېیو هېوادونو ته سفرونه وکړل، د امربالمعروف قانون په اړه بېلابېلې څرګندونې وشوې، اوایسي د نجونو د زدهکړو او کار په اړه د ا.ا پر پرېکړو د بیاکتنې غوښتنه وکړه او اروپایي ټولنې او جاپان له افغانستان سره ۲۴.۴ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
د ماليې وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د «يواېنډيپي» له مشره وغوښتل چې په افغانستان کې سترې پراختیایي پروژې پيل کړي او هغه هم ژمنه وکړه، هڅه کوي له یاد وزارت سره په همغږي ګټورې اقتصادي پروژې پلې کړي.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پېښور – تورخم لار له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د «یو شمېر محدودو خلکو» له لوري بنده او شاوخوا دوه زره لارۍ درول شوې چې له امله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوړي.
د ملي دفاع وزارت چارواکي د پاکستان د لومړي وزیر تازه ادعا چې ګواکې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه دي، ردوي او وايي چې ټيټيپي په پاکستان کې «ښکاره» مرکزونه او تر خپل واک لاندې سیمې لري او عملیات له هغه ځایه تنظیموي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن