Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پستې ځنګلونو ساتنې او مراقبت او د ډېرو ورښتونو له امله په دغه ولایت کې د پستې ونو ډېر بار نیولی او هیلهمن دي چې ښه حاصلات راټول کړي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د دوو کلیو تر منځ ۳۲ کلنه دښمني چې ۱۵ کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه، پای ته ورسېده.
بدخشان کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار څلورمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله چاودنه شوې او یو کس یې وژلی دی.
د بدخشان د جرم – بهارک سړک یو شمېر موټرچلوونکي او مسافر وایي چې دغه سړک په څو برخو کې د تخریبېدو په حال کې دی او له مسوولینو غواړي چې د دې لارې بیارغونې ته پام وکړي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه څاروي تلف شوي، کرنیزې ځمکې، یو کوچنی د برېښنا بند او د اوبو کانالونه ویجاړ شوي دي.
د بدخشان روغتیايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې د ولایتي روغتون نسایي ولادي ۶۰ بستریز وارډ چې د نړۍوال روغتیایي سازمان له خوا تمولېده، خپل فعالیت درولی دی.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، یو ۱۸ کلن ځوان چې تازه له ترکیې څخه هېواد ته راغلی و، د دغه ولایت په کوکچې سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس چې د ورېښمو لارې د څارنې په موخه د يوه ټیم په مشرۍ د کوچني پامیر دره او غجیر سیمې ته تللى وايي، د ورېښمو د تاريخي لارې جوړېدو چارې د چين او افغانستان ترمنځ صفري نقطې ته رسېدلې دي.
بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، د فیضاباد – تخار لویه لار چې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په څو ځایونو کې د وسایطو پر مخ تړل شوې وه، په یو خط کې بېرته پرانیستل شوه.
د بدخشان مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د خوارځواکۍ درملنې مرکز جوړ شو او د پرسونل او طبي تجهیزاتو په درلودو دې ته چمتو دی چې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان ومني.
بدخشان کې د امو په نوم یوې سیمهییزې راډیو د ارشیف چت لوېدو له امله د راډیو یو شمېر تخنیکي تجهیزات او وسایل خراب شوي او له کاره لوېدلي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د سخت باران او سېلاب راتلو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP