Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
اسلامي امارت وایی، په رسنیو کې د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د ګنګوسو په اړه معلومات نه دي کره شوي او تر روښانتیا وروسته به یې په اړه لازم تصمیم ونیول شي.
په پاکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۳مې سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په دغه غونډه کې د خبرو او مشورې له لارې د هېوادونو ترمنځ د اختلافونو او شخړو د هواري لپاره پر ژمنتیا ټینګار وشو.
ستره محکمه وایي، څلورو مجرمینو ته په لغمان او دوو تورنو کسانو ته په خوست کې په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې څلورو مجرمینو ته د نامشروع اړېکو په تور تعزیري سزا ورکړل شوه
ستره محکمه وایي، په میدان وردګو ولایت کې دوو مجرمینو او درېیو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د خیبر جرګې پرېکړه کړې چې په دوو میاشتو کې دې د پاکستان پوځ او ټولې وسلهوالې ډلې د پښتونخوا له خاورې ووځي او د ډیورنډ پر کرښه دې د پخوا په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ پيل شي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، د ا.ا او ولس ترمنځ د همکارۍ فضا رامنځته شوې او قومي جوړښتونه د خلکو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې ښه همغږي رامنځته کولای شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د قرغیزستان او ازبکستان هېوادونو دوو شرکتونو په افغانستان کې له نوې ټکنالوجۍ په ګټې اخیستنې د برېښنا د تولید پروژ کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا، د ګډو همکاریو او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په وینا پیل شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان کې د سکرو کان پر ګارګرو برید – چې له امله یې د څلورو افغانانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي وو – غندلی او وایي د افغانانو د جنازو د انتقال لپاره به اړینې اسانتیاووې برابرې کړي.
اسلامي امارت د روسیې فدراسیون شورا د نړۍوالو چارو د رییس له هغو څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي يې دي، منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې اړینې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن