Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د یوه زاړه ماین چاودنې له امله یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو یو خاوند او مېرمن په ډزو وژلي.
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې ځايي مسوولین وایي چې د دې ولسوالۍ لومړنۍ محکمې پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړه.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، تېر کال له دغه ولایته بهر ته لس زره ۷۰۰ ټنه شکرپاره صادر شوې، خو زیاتوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د لارو تړل کېدل یې د صادارتو پر وړاندې لوی خنډ دی.
د کندهار امنيتي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په لوړمیوند ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېره په ډزو وژلې ده.
د کندهار امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یوې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د کندهار ښار شپږمه ناحیه کې د دوه کیلومتره سړک د اساسي جوړولو چارې پيل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، د پنجوایي ولسوالۍ د زنګياباد سیمې په یوه کور کې لاسي بم چاودنه کړې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د کندهار ځايي چارواکي وايي، د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند میانکو سیمه کې د «میانکو» په نوم د نجونو او هلکانو د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
کندهار کې ځایي مسوولین وايي، د کندهار ښار ځینو ناحیو او ولسوالیو کې په تېرو درېیو ورځو کې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، روان کال کې یې په دغه ولایت کې بهرنیو وګړو ته په بېلابېلو برخو کې د فعالیت ۵۷ جوازونه ورکړي دي.
د کندهار ولایت مقام د یوه مکتوب په صادرولو سره د دغه ولایت له ټولو ملکي او نظامي مسوولینو غوښتي چې په خپلو رسمي او غیررسمي ناستو کې د «ذيروح له تصویر اخیستلو او عکاسي کولو» ډډه وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن