Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کندهار (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې ځايي مسوولین وایي چې د دې ولسوالۍ لومړنۍ محکمې پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړه.

د ارغنداب ولسوالۍ مرستیال ملا عباس نن پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کسان پر اخلاقي فساد تورن وو او د ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د حکم پر اساس هر یو ۳۹ – ۳۹ دُرې ووهل شول.

هغه زیاته کړه چې یاد کسان پر دوه، دوه کاله بند هم محکوم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د اسلامي امارت مشرتابه په یوه غږیزه وینا کې پر اخلاقي فساد ککړو کسانو ته په عام محضر کې د سزا په ورکولو ټینګار کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.