ژبه

کندهار کې د یوه زاړه ماین په چاودنه کې یو کس وژل شوی

کندهار (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د یوه زاړه ماین چاودنې له امله یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د ارغستان ولسوالۍ د پنځمې حوزې اړوند مغولیانو سیمه کې شوې ده.

هغه وویل چې یاد کس څاروي څرول خو یادې سیمې ته تازه ورغلی او د ماینونو په اړه یې معلومات نه درلول.

دا په داسې حال کې ده چې نن پروان ولایت کې هم د یوه زاړه ماین چاودنې له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی و او یو بل ټپی شوی دی.