Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پکتیا د مرکز ګردېز ښار اوسېدونکي وايي چې په استوګنیزو سیمو کې د تولیدي فابریکو فعالیت د هوا ککړتیا ترڅنګ غږیزه ککړتیا هم رامنځته کړې ده.
د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ حکومتي مسوولین وايي چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله د دې ولسوالۍ له سرحدي سیمو څه باندې ۵۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ په یوه موټر کې بار ۵۰ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
یوه حکومتي سرچینه وايي چې د پاکستان ځواکونو د ډزو له امله په ډنډپټان ولسوالۍ یو کس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
پکتیا کې یوه حکومتي سرچینه وايي، په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې له امله یې د خرلاڅیو دروازه هم تړل شوې ده.
د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزیر وايي چې له سیاسي تحول وروسته په ټول هېواد کې ملي یووالي رامنځته شوی، د ټولو حقوق خوندي دي او څوک پرې تېری نه شي کولای.
د پکتیا د سواګرۍ خونې مسوولین وايي چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې له دغه ولایته پاکستان ته د سل میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې تېر یو کال کې ۵۶۲ کسان د قتل، غلا او نورو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د پکتیا د بدنې روزنې او ورزش ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د پیمان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د پکتیا په جانيخېلو ولسوالۍ د یوې سرګلولې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک ورځ ونمانځل شوه.
د پکتیا د ګردې څېړۍ، شواک او وزيځدراڼ ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو نشتوالي له امله اړ دي د تذکرو اخیستو لپاره څو ځلې ګردېز ته ولاړ شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن