Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت ويلي چې دغه بریا د «افغان مجاهدینو» د سرښندنو، قربانیو او جهاد په پایله کې ترلاسه شوې او تر اوسه خلک پرې ویاړي او ستاینه یې کوي.
د عدلیې وزارت وایي، د مالي محاسبې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو چې له مخې یې د امارتي ادارو ټول مالي مسوولین مکلف دي څو په شفافه توګه د عوایدو او لګښتونو حساب «مرکزي مالي ادارې» ته ورکړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د قرغیزستان له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال هغه ته بلنه ورکړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا په موخه کابل ته سفر وکړي.
زابل کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د لرګیو په یوه هټۍ کې د اورلګېدنې له امله درې میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د غزې ښار د بشپړ نیولو په اړه د اسرائیلو طرحې ته غبرګونونه ښودلي، دغه پرېکړه یې غلطه بللې او له اسراییلو یې غوښتي چې له دا ډول اقداماتو ډډه وکړي.
د راپورونو له مخې، اسرائیل د غزې ښار د کنټرول لپاره یوه طرحه تصویب کړې ده خو د اسرائیل د اپوزیسیون مشر ویلي چې د غزې نیول «یوه داسې فاجعه ده چې نورې فاجعې به وزیږوي.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې افغانستان د کډوالو د راستنېدنې له یوې لویې څپې سره مخ دی او دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو دې وضعیت ته د رسېدنې لپاره بېړنۍ بودجه ځانګړې کړي.
د کابل والي د ۱۴۰۴ کال د کانکور د لس غوره زدهکونکو د ستاینې په مراسمو کې ویلي چې علم باید د ملت او ټولنې په خدمت کې وي او افغان ځوانان باید د علم په ډګر کې د سیمې کچه وځلېږي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، هڅه کوي څو په افغانستان کې له سیمهییز اقتصاد او کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ پر بنسټ، د هغو توکو د تولید مخنیوی وکړي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ لامل کېږي.
امنیتي سرچینې وايي، سمنګان او بدخشان کې د غلاوو په تور د لسو ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان نیول شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، تېره شپه بلوچستان کې ناپېژانده وسلهوالو له دوو مسافروړونکو موټرو نهه مسافر تښتولي او وژلي یې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل قزاقستاني سیال سره په لیدنه کې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته مثبت تعامل پر دوامداره او اوږدمهاله همکاریو بدل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP