Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هېواد ته د اسلامکلا بندر له لارې د افغان کډوالو له پراخې راستنېدنې سره هممهاله د بیات خیریه بنسټ اعلان کړی چې خپلو اصلي ولایتونو ته د کډوالو لېږدولو لپاره یوه لس ورځنۍ طرحه لري.
له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له پراخېدو سره زرګونه کډوال د بېوزلۍ له کړاوه ستړي سرګردانه هېواد ته راستنېږي؛ هغه راستنېدنه چې ترخې، دردناکې او ډېرې ناویل شوې کیسې له ځان سره لري.
د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پر ایران د اسرائیل هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د نړۍوالو موازینو او بشري حقونو د اصولو خلاف بللي دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت، نن او سبا د هېواد په شلو ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، پر ایران د اسرائیل د نن سهار بریدونه غندلي او هغه یې د نړۍوالو حقوقو له اساسي اصولو ښکاره سرغړونه بللی ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پر ایران د اسرائیل د بریدونو له امله د دغه هېواد د سپاه پاسداران عمومي قوماندان او یو شمېر نورو پوځي چارواکو او پوهانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران پر ځينو تاسیساتو د اسرائیل د بریدونو له امله د ایران هوايي حریم تر بلې خبرتیا د هر ډول الوتنو پرمخ تړل شوی دی.
تهران کې د افغانستان سفارت د ایران له عدلي او قضايي بنسټونو غوښتي چې په دغه هېواد کې د مېشتې افغان کډوالې کبرا رضايي قاتل ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.
اسرائیلي چارواکي وايي، د ایران پر ځینو تاسیساتو یې بریدونه کړي او د ایران مذهبي مشر ویلي چې «صهیونیستي رژیم» باید د سختې سزا په تمه واوسي.
د ملي دفاع وزارت وایي، د ۳۱۳ مرکزي قولاردو د کشف او استخباراتو منسوبینو په کابل کې دوه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
د راپورونو له مخې، سریلانکا کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP