Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د سخت ورښت او سېلابونو راوتو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت، نن او سبا د هېواد په شلو ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن او سبا د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، غزنی، غور، دایکندی او و میدان‌وردګ کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

سرچینې ویلي چې په بېلابېلو ځایونو کې د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي متره اټکل شوې ده.

سرچینې دغه‌راز ویلي چې د سالنګونو په ګډون شمالي، لویدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سخت توپان اټکل هم شوی چې سرعت یې په بېلابېلو ځایونو کې په یو ساعت کې  له ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره اټکل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.