Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران هوايي حریم تر بلې خبرتیا د الوتنو پرمخ وتړل شو

کابل ( پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴): ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران پر ځينو تاسیساتو د اسرائیل د بریدونو له امله د ایران هوايي حریم تر بلې خبرتیا د هر ډول الوتنو پرمخ تړل شوی دی.

د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د عامه اړیکو مدیر مهدي رمضاني ویلي چې د هوايي چلند له لوري د اطلاعیو په خپرولو سره د هېواد هوايي حریم تر بلې خبرتیا تړل شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ، اسرائیلي چارواکو ویلي چې نن سهار (جمعه، د غبرګولي ۲۳مه) یې د ایران پر اټومي تاسیساتو، د بالیستیک توغندیو د تولید پر کارخانو او د دغه هېواد پر پوځي قوماندانانو بریدونه کړي دي.

دغه‌راز، د ایران مذهبي مشر د اسرائیل د دغه برید په غبرګون کې ویلي چې «صهیونیستي رژیم» باید د سختې سزا په تمه واوسي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اسراییل له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.