<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، سریلانکا کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">رویټرز راپور ورکړی، د سریلانکا د مرکز په «مادورو اویا» سیمه کې یو «بل ۲۱۲» ماډل چورلکه چې دوولس نظاميان پهکې سپاره وو، د اوبو یوه ذخیروي بند ته لوېدلې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">د سریلانکا هوايي ځواکونو ویاند اراندا ګیګانګه ویلي، شپږو کسانو روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.</p>
<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړې، یاده چورلکه د نظامیانو د فراغت مراسمو په جریان کې د «ګراپلینګ» په نوم نظامي تمریناتو ترسره کولو لپاره ګومارل شوې وه او په قربانیانو کې د ځانګړو ځواکونو څلور او د هوايي ځواکونو دوه سرتېري شامل دي.</p>