کابل ( پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ): د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پر ایران د اسرائیل هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د نړۍوالو موازینو او بشري حقونو د اصولو خلاف بللي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله فېسبوکپاڼه، پر ایران د اسراییل د نن سهار بریدونه د نړۍوالو قوانینو خلاف بللي او په کلکه یې غندلي دي.
هغه زیاته کړې: «ایران یو ښه ګاونډی او له افغانستان سره تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او تل یې په تحولاتو کې زموږ د خلکو ملاتړ او ملګرتیا کړې ده.»
د افغانستان پخواني ولسمشر څرګنده کړې چې نړۍ اوس تر بل هر وخت ډېر سولې او ارامۍ ته اړتیا لري او د نړۍ خلک په بېصبرانه توګه د نړۍ په ټولو برخو کې د جګړو د بندېدو غوښتنه کوي.
دغهراز، د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم پر اېکسپاڼه لیکلي: «د صهیونیسټي رژیم له خوا د ایران پر خاوره ښکاره او ناقانونه یرغل په شدیدو ټکو غندو. دا دښمنانه عمل نه یوازې د ټولو نړۍوالو اصولو او بشري حقونو ښکاره نقض دی، بلکې د دغه رژیم د ترهګرې او پراخېدونکې پالیسۍ ښکاره نښه ده.»
هغه زیاته کړې: «موږ د خپل دوست او ورور هېواد، له ایران اسلامي جمهوریت سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو، د دغه برید په ترڅ کې د شهید شوو مسوولینو او اتباعو شهادت د ایران شریف ملت او د شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایو او له الله تعالی نه د ټپیانو لپاره د عاجلې او بشپړې شفا غوښتنه.»
هغه له نړۍوالو بنسټونو، د اسلامي همکاریو سازمانونو او د نړۍ له ازادو هېوادونو غواړي چې خپل بېطرفه او د چوپتیا دریځ شا ته پریږدي، د دغه «ښکاره تیري» پر وړاندې روښانه او پرېکنده دریځ غوره کړي او د دغه رژیم د جنایتکارانه کړنو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP