کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴): اسرائیلي چارواکي وايي، د ایران پر ځینو تاسیساتو یې بریدونه کړي او د ایران مذهبي مشر ویلي چې «صهیونیستي رژیم» باید د سختې سزا په تمه واوسي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي چارواکو ویلي چې نن سهار یې د ایران اټومي تاسیسات، د بالستیک توغندیو تولید فابریکې او د دغه هېواد پوځي قوماندانان په نښه کړي دي.
رویټرز د اسرائیلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه برید د اوږدمهالې پوځي عملیاتو پیل دی چې موخه یې د تهران له خوا د اټومي وسلو جوړولو مخنیوی دی.
د راپورونو له مخې، اسرائیل د ایران د احتمالي بریدونو له امله بېړنی حالت اعلان کړی دی.
آیتالله علي خامنهیي، د ایران مذهبي مشر، د اسراییل له لوري د دغه هېواد پر ځینو برخو د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې «صهیونیستي رژیم» باید د سختې سزا په تمه واوسي.
نوموړي د ایران خلکو ته په خطاب کې ویلي:«صهیونیستي رژیم په دې جنایت سره، خپل ځان ته یو تریخ او دردوونکی برخلیک جوړ کړ چې خامخا به یې ترلاسه کړي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP