ژبه

کابل کې دوه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیول شوي

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولي ۱۴۰۴): د ملي دفاع وزارت وایي، د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو په کابل کې دوه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو د اوپراتیفي راپورونو پر بنسټ د کابل ولایت ۲۱مې ناحيې او د سروبي ولسوالۍ اړوند سيمه کې په دوو بېلابېلو عملياتو کې دوه «مظنونین» نیولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، له یادو کسانو ۵ میله کلاشینکوفونه له دوه عدده شاژورونو ، ۶ مېله بېلابېلې تفنګچې له شپږو شاژورونو سره او یو مېل امريکايي راکټ نیول شوی دی.

یاد وزارت لیکلي، نیول شوي کسان اوسمهال تر لومړنيو پلټنو لاندې دي او ډېر ژر به اړوند مرجع ته وسپارل شي.